نن ټکی اسیا

یو تن د خپل واده ټول لګښت یو روزنتون ته ورکړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل): د عطاءالله ویسا په نوم یو تن چې د پوهنې برخه کې له څو کلونو راهیسې فعالیت کوي، د خپل واده ټول لګښت یو روزنتون ته ورکړی دی.

هغه چې تېره اوونۍ يې کندهار کې د واده مراسم ترسره کړل، ښايي واده يې په ټول هېواد کې ساده نمونه پاتې شي.

ویسا وايي، د خپل واده لپاره يې ټولې ۲۴۰زره افغانۍ برابرې کړې وې، چې ټولې يې د اسراء په نوم یو روزن‌ځای ته سپارلې دي.

هغه وايي واده کې يې یوازې یو څو مېرمنې راټولې وې، نه غواړي خپلې پیسې یوازې د ځان لپاره مصرف کړي.

عطاءالله الله ویسا د هېواد ګوټ ګوټ ته د ښوونځيو د کیفیت ښه کېدو او له زده کوونکو سره د خپل وس مطابق د قرطاسيې مرستې لپاره سفرونه کړي دي.

د اسرا‌ء روزنتون مشر مجیب الرحمن لحاظ د هغه دا اقدام ستایلی او په وینا يې په دې ډول همکاریو د یو بل لاس نیولی شو.