د دوزخیانو خوراک به څه وي؟

د یوې ونې انځور چې میوه یې د سر شکل لري او د زقوم ونه بلل کیږي

ژباړه: عبدالرحمن

د دوزخیانو خوراک په قرآن کریم کې څلور نوعه یاد سوی دی، چې په لاندي ډولونو دی:

۱- الزقوم:

دا په دوزخ کې د اور څخه جوړه یوه ونه ده، د دوزخ په منځ کې را شنه ده، میوه یې ډېره بد منظره ده، حتی په قرآن کریم کې یې د میوې رنګ د شیطان د سر سره مشابه سوی دی. ځکه چې د انسان په ذهن کې د شیطان شکل له ازله ډیر مکروه او بد هیئته رسم سوی دی، پر همدې اساس الله تعالی په قرآن کریم کې د زقوم ونې میوه د شیطان د سر سره مشابهه کړې ده، تر څو انسان ځیني وویریږي او د هغو ګناو او کفر څخه ځان وساتي چې له وجې يې ددغه سي عذاب مستحق کیږي.

الله تعالی په قرآن کریم کې فرمائي:
«( إِنَّ شَجَرَتَ الزَّقُّومِ*طَعَامُ الْأَثِيمِ) سورة الدخان، آية: 43-44.

د زقوم ونه د ګناهګارو لپاره خوراک دی، دا خوراک په نس کې داسي ایشي لکه سپین زر او وسپنه چې پر اور را وایشیږي..

د میوې رنګ یې داسي وي لکه د شیطانانو سرونه.. الله تعالی فرمائي: (طَلْعُهَا كَأَنَّهُ رُءُوسُ الشَّيَاطِينِ) سورة الصّافات، آية: 65.

د زقوم په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه حدیث هم د توجه وړ دی چې فرمایلي یې دي: (لو أنّ قطرةً مِنَ الزّقّوم قُطِرتْ في دارِ الدنيا، لأفسدتْ على أهل الدنيا معايِشَهم، فكيفَ بمنْ يكونُ طعامُهُ). رواه الترمذي

یعني که د زقوم یو څاڅکی پر نړۍ باندي وسي، نو په نړۍ کې د ټولو استوګنو خوراک به ور خراب کړي. نو د هغوی به څه حال وي چې دغه یې خوراک وي.

جالبه داده کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د زقوم ونې یادونه په مکه مکرمه کې وکړه، نو د کفارو مشر ابو جهل خپلو پلویانو ته وویل: «ایا پوهیږئ چې محمد تاسو د زقوم له کومې ونې څخه ویروي؟ خلکو ویل، نه. ابو جهل به ورته ویل: د مدینې منورې عجوه درته ښيي چې کوچي هم ورسره وي». بیا به یې ویل: «قسم په خدای که را ته ورسیدل، نو ځان به باندي زقوم زقوم کړو».

۲- الغسلین

د خوراک دوهم نوعیت الغسلین یاد سوی دی.

دا په اصل کې د دزوخیانو د ټپونو او جسم څخه روانې هغه اوبه او وینې دي کومې چې د ډیر حرارت څخه بهیږي، لکه پر جسم د راختلیو دانو نوونه..

ددغه خوراک خوند انتهايي خراب دی، بوی یې انتهايي بد دی، او د مخکني په شان یې رنګ هم انتهايي کرکجن دی.

دا به د هغه چا خوراک وي چې سمه لاره (صراط المستقیم) یې غلطه کړي وي او د جهنم پر لاره ورغلي وي.
الله تعالی فرمائي: (فَلَيْسَ لَهُ الْيَوْمَ هَاهُنَا حَمِيمٌ*وَلَا طَعَامٌ إِلَّا مِنْ غِسْلِينٍ*لَّا يَأْكُلُهُ إِلَّا الْخَاطِئُونَ). سورة الحاقة، آية: 35-37.

یعني هغوی به په جهنم کې هیڅ ملګری ونه لري چې شفاعت یې وکړي، له عذابه یې خلاص کړي، هغوی به بل هیڅ خوراک ونه لرې، بیله «غسلین» څخه، کوم چې یوازي د خطا کارانو خوراک دی.

۳- الضریع:

د دوزخیانو ددغه خوراک یادونه هم په قرآن کریم کې سوې ده.

د علماو په نظر دغه هم یوه ځوز لرونکې وچه ونه ده، چې هیڅ پاڼې نه لري.

دا خوراک هم انتهايي زیات خبیث، بد رنګه، بد خونده، او تریخ دی.

خاصیت یې دادی چې نه سړی په مړیږي او نه هم باندي چاغیږي.

الله تعالی په قرآن کریم کې فرمائي:  (لَّيْسَ لَهُمْ طَعَامٌ إِلَّا مِن ضَرِيعٍ*لَّا يُسْمِنُ وَلَا يُغْنِي مِن جُوعٍ) سورة الغاشية، آية: 6-7.

یعني د دوزخیانو لپاره بل خوراک نسته، بې «ضریع» څخه، کوم چې نه چاغول کوي او نه هم لوږه ختموي.

۴- طعام ذا غصة

ددې خوراک یادونه هم قرآن کریم کې سوې ده، الله تعالی فرمائي:

(وَطَعَامًا ذَا غُصَّةٍ وَعَذَابًا أَلِيمًا). سورة المزمل ایة ۱۳

ابن عباس رضي الله تعالی ددغه خوراک په اړه ویلي چې داسي یو شی دی چې هغه په حلق کې ودریږي، نه لاندي ځي او نه هم بهر را وځي. چې دا پورته ۳ قسمونو ټولو ته شامل دی.

ابن عباس رضي الله عنه همداسي ددې خوراک په اړه ویلي چې دا یو قسم ځوز (خار) دی، چې په حلق کې بند سي، نه بهر را وزي او نه هم کښته ځي.

الله تعالی دي مونږ ټول له جهنم او د هغه له رنګا رنګ عذابونو څخه په خپل فضل او کرم سره وساتي.

تبصرې (1)

  • الهی(ج) ګنهکاره بندګان دی يو ستا په فضل او کرم سره مو لدی خوراکو وژغوری او ليکونکی او ژباړونکی ته اجرونه ورکړی