ایران: امریکا زموږ پیاوړی ځواک نه‌شي زغملی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل): څو ورځې وړاندې امریکا د ایران سپاه‌پاسداران د تروریزم په نړۍوال لیست کې شامل کړ، چې نن يې په اړه د ایران ولسمشر غبرګون ښوودلی دی.

حسن روحاني وايي، امریکا نه غواړي ایران پیاوړی پوځي ځواک ولري او «هیڅ وخت يې نه غواړي.»

هغه وویل امریکا په دې اقدام سره چې سپاه‌پاسداران يې د تروریزم لیست کې داخل کړل، «لویه غلطي وکړه، هغوی نه غواړي چې ایران د سیمې په سطحه پياوړی پاتې شي.»

د امریکا او ایران تر منځ وروسته له هغه اړیکي ترینګلي شول، چې د امریکا ولسمشر پرلپسې پر ایران بندیزونه ولګول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د