زاخېلوال: د لیست اوږدوالی د کابل «اختلاف» په ډاګه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل): په پاکستان کې د اسلام اباد مخکینی سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، د کابل له لوري د سیاسيونو او حکومت ګډ استازي اوږد لیست دا په ډاګه کوي، چې د دواړو اړخونو تر منځ کوم توافق نه دی شوی.

هغه له ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د قطر راتلونکې ناستې ته هیله لري او پخپله يې هم ګډونوال دی.

د زاخېلوال په وینا دغه لیست «پړسول شوی» خو په خبره يې هیله لري چې هلته به مناسب رول ادا کړی شي.

د دې پخواني چارواکي په وینا مهمه دا ده چې قطر ناسته کې پر اوربند خبره وشي او دا کوشش وشي چې روانې وینې څنګه بندې کړای شي.

زاخېلوال د ګاونډيو هېوادونو تر رول پخپله د افغانانو رول مهم وباله، هغه د خنډ په توګه د چا یا هم کومې ډلې نوم یاد نه کړ، خو په خبره يې که موږ پر خپله د سولې پر وړاندې خنډ کېږو، بیا نو له ګاونډیانو ګیله پکار نه ده.

حضرت عمر زاخېلوال دا هم وویل، مهمه دا ده چې قطر ناسته کې د «تقابل» پر ځای د دوستۍ فضا برابره شي او پر ځای نه ده چې ټول ۲۵۰ تنه باید خبرې وکړي، د هغه په وینا مسکو ناسته کې يې پر خپله خبرې نه دي کړې او راتلونکې ناسته کې که هم د ده نظر بل څوک وړاندې کړي، خبرې به ونه کړي.

که څه هم ټاکل شوې وه، نن باید دغه پلاوی له کابله دوحې ته خوځېدلی وای، خو د نامعلومو دلایلو له امله يې سفر ځنډول شوی دی.

زاخېلوال وايي غونډه کېدونکې ده او هیله لري چې سبا «جمعه» به دغه پلاوی هم حرکت وکړي.

د غونډې جوړونکو ویلي دا خلک یوازې د افغانانو په توګه په دې بین الافغاني غونډه کې برخه اخلي، خو حکومت دعوه کوي چې د دوی کسان د دوی «استازیتوب» کوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
هارون
میلمه
هارون

زاخیلوال هم سوله غواړي. خو هغه سوله چې د ده پانګه، چې د پولې هغه خوا یې په کار اچولې، په کې خوندي وي. د دغه سړي دا جینګه خوله لکه د -رې -وس ولاکه د سم سړي وي.