فیض محمد ځلاند

د غني250 کسان، ولې؟ فیض محمد ځلاند

افغان سوله د افغان جګړې هومره کړکیچنه او له کګلیچونو ډکه ښکاري. ددې ستونزو په هواري کې د ملي وحدت د حکومت لوی مسولیت پروت دی. په تېرو اتلسو کلنو کې لومړی ځل دی چې امریکا د جګړې د پای ته رسولو تابیا نیولي، نیت یې کړی چې خپلې ستراتیژیکې ګتې د افغان جګړې پر ځای په افغان سوله کې ولټوي، خو له بده مرغه چې د امریکا افغان پارټنر ( شریک ملګری) د کابل حکومت په داسې دوره رنګۍ خپل سیاستونه په مخ بیا یې چې د افغان ولس ستره هیله ( سوله ) یې له کاواکۍ او ستونزې سره مخ کړې ده.

د افغان سولې اړوند د امریکا او طالبانو د پنځو بریالیو پړاوونو پایله دا شوې چې اوس باید افغان لورې ( طالبان، د ملي وحدت حکومت، سیاسي ډلې…) جوړجاړې ته کیني، ددې جوړجاړې د رامنځته کیدو دپاره د طالبانو دا شرط چې مخامخ له افغان حکومت سره نه کیني، د بین الافغاني بحث اساس او بیناد جوړوي. امریکا د طالبانو دا شرط ځکه منلی چې خپله ستونزه یې، د سولې شرایط یې، د جګړې د درېدا ارونه یې له طالبانو سره پرته د افغان حکومت له حضوره تمام کړل. داسې شواهد شته چې امریکا او طالبان په دوه مسلو ( د امریکایې پوځیانو په وتلو او د طالبانو را ګرځیدا وروسته امریکا د نه تهدید) په خبرو هوکړې ته رسیدلي، خو دوه نورې مسلې چې ( د افغان لوریو ترمنځ ګډ تفاهم او د اوربند) مسله به په بین الافغاني ناستو کې ترسره کیږي لا هم د افغانانو ترمنځ د ګډ تفاهم او خبرو پایلو ته پاتې شرایط دي.

ډاکتر صیب غني چې د خپلې ناکامي پنځه کلنې دورې پای ته نژدې دی، غواړې د خپلې ناکامۍ غچ له افغان سولې واخلي، هېواد داسې یو کړکیچ ته ټیل وهي چې افغان مظلوم ولس دده د پنځو کلو ناکردې هېرې کړي او په داسې عذاب مبتلا شي چې د کفن کش کیسه پرې تکرار شي. له دې امله، د ماسکو د بریالي ناستې را پدیخوا غني په دې لټه کې دی چې د افغانانو ترمنځ ( طالبان او سیاسیونو ) ترمنځ هر ډوله ناسته مختله کړې، پایلې یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي، د سولې پر ځای ټاکنو ته لومړیتوب ورکړي او په دې توګه خپله ناکامه پنځه کلنه دوره، پنځه نورو کلنو ته وغځوي.

غني د شنډ او خنډ په طرحو کې ډېر بریالی ښکاري ځکه کله چې د ماسکو ناسته د طالبانو او له کابل څخه د حامد کرزي په مشرۍ د پلاوې ترمنځ ترسره شوه، نړیوال ته دا تمه پیدا شوه چې نور نو افغانان خپلو کې جوړیږي، د سولې روان بهیر بریالی کیږي، ټاکنې باید وځڼدولی شي، سوله رامخته شي، نو د امریکا ، قطر شاهي دولت، طالبانو او افغان سیاسیونو په غوښتنه دا هوکړه وشوه چې د اپریل په شلمه به د بین الافغاني غونډې دویم پړاو په دوحه کې ترسره کیږي. د همدې اعلان سره سم، غني د افغان سولې اړوند له خپل پسیف ( غیری فعال) سیاست څخه اکټیف ( فعال) حالت ته راګرځي. د سولې د رهبري شورا تر نامه لاندې یوه ناقصه طرحه عملي کوي، تر څو افغان سیاسي مشران دیته اړ کړې چې په سوله کې د غني مشرتوب او دده د مذاکرتي ډلې استازیتوب له طالبانو سره ومني، افغان سیاسیون چې د غني خودخواهۍ ته پام کیږي، د سولې له رهبرۍ شورا خپلې پښې سپکوي. غني چې نن له هر بل چا او وخته زیات منزوي شوی دی، د سولې د ارزښت او د ولس د هیلو په سپکولو کې خپله درنه لټوي. د قطر د شاهي دولت په غوښتنه له خلیلزاد د شاوخوا ۱۵۰ کسانو د ګډون غوښتنه وشوه چې د بین الافغاني بحث د دویم پړاو خبرو ته تابیا ونیولی شي، د ګډون کوونکو په نوملړ کې غني ډېره فاسده لاسوهنه وکړه، د ۱۵۰ کسانو پر ځای یې ۲۵۰ داسې کسان چې اکثریت یې د وطن په غم ښاد دي، د جګړې ټټوګان دي، د جګړې دوام ته ډولونه وهي دا یې پرته له مشورې له رسنیو سره شریک کړل، تر څو د افغانانو ترمنځ، د سولې د غونډې د ګډونوالو ترمنځ بې باورې، شخصیت وژنه او اختلاف ته لار هواره کړي او په دې توګه د دوحې ناسته له خنډ او ځنډ سره مخ کړي. د غني د ناجوړه لیست په وړاندې کرزی دوحی ته له تګ په شا شو، اتمر، قانوني، محقق، عطا محمد نور له تګه په شا شول، په دې توګه د قطر حکومت پریکړه وکړه چې موږ هم الوتکه کابل ته نه لیږو، د سولې غونډه ځنډو. غونډه کیدای شي ترسره شي، خو د غونډې پیغام غني سپک کړ، غونډه کیدای شي ترسره شي خو د غونډې ګډونوال غني یو له بل سره په نانندریو کې کړل، غونډه کیدای شي ترسره شي خو د غونډې کیفیت د کمیت تر اغېز لاندې راغی، غونډه کیدای شي ترسره خو غني غونډه د بین الافغاني ډیلاګ د پیل د پاره خنډ کړه. غني یو ځل بیا بریالی شو، افغان مظلوم ولس ناکام شو، خو تر کله !!!

موزي په مینه څه پوهیږي

په نس یې موړ که ترسهار خوب کوینه !

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
هارون
میلمه
هارون

ښه به دا وي چې ښاغلی ځلاند د هېواد ولسمشر شي او وروسته بیا سوله راولي. ځکه طالبان ټول قدرت غواړي او د کابل رژیم او امریکاییان ټول او مطلقه قدرت نه ورکوي. نو سوله به څنګه راشي. هوښیاران په مطلب پوه شول. مننه

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

جوړ تازه په ،خیرونو.
د غنی دوه سوه پنځوس کسان ولی؟
دا ځکه چه غنی نعری سری وهی چه مسله د دوو کسانو په لاس کی ده ،ایی،ایس ،ایی او د امریکا سی ای ای،
دا دوه کسه (ایی اس ایی .سی ایی ای )چه سره سره جوړ شی نوره خبره خلاصه ده
دا دوه کسه تاسو نه منی ،نو غنی نور څه کړی وای؟نوځکه د دووسوو پنځوس کسانو لیست درته تیار کړ،
چه قصابان ډیر کړی.او غوا(سوله)مرداره کړی.
سوله په دوحه قطر کی څه کوی؟سوله په اسلام اباد ،او واشنګتن پوری ده،

انجینر بختور منګل
میلمه
انجینر بختور منګل

ښی چاری ،
بیلکل، ډاکتر صاحب غنی د تاج او تخت محترم دوکتور صاحب ځلاند ته پریږدی.او ځلاند صاحب عاجله سوله راوالی.
ژوندی دوی ځلاند په دا لیکنه.ماشالله
پخوا مجاهدینو دری میاشتو کی خلک ډاکتران کول.خلکو ورته ماشینی ډاکتران ویل.
کمونیستانو دری میاشتو کی خلک ضابطان کول خلکو ورته ماشینی ضابطان ویل.