پاکستان او سويلي افريقا هم نړيوال جام لپاره لوبډلې اعلان کړې

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۹ وری، ۱۳۹۸): د پاکستان کرېکټ بورډ له يو شمېر اختلافاتو وروسته د نړيوال جام لپاره پنځلس کسيزه لوبډله اعلان کړه چې د محمد عامر پرځای ځوان لوبغاړي محمد حسنين ته چانس ورکړل شوی دی.

د پاکستان کرېکټ بورډ او غوراوې کميټې لخوا په اعلان شوي ليست د سرفراز احمد تر لوبډلمشرۍ لاندې څلور چټک توپ اچونکي، درې آلراونډران او يو سوکه توپ اچونکی شامل دی.

د پاکستان کرېکټ پنځلس کسيزه لوبډله په لاندې ډول ده:

سرفراز احمد (لوبډلمشر، ويکټ کيپر)، فخر زمان، امام الحق، محمد حفيظ، بابر اعظم، عابد علي، شعيب ملک، حارث سهيل، فهيم اشرف، عماد وسيم، شاداب خان، جنيد خان، شاهين شاه افريدي، محمد حسنين او حسن علي.

له اوږدو تمريناتو او بحثونو وروسته هم پاکستان لوبډله ونه توانېدله چې يو غوره چټک توپوهونکی چې په وروستي اورونو کې منډې جوړې کړي وموندي، په دې لړ کې اصف علي هم په ځای موندلو بريالی نشو، خو نوموړي او محمد عامر ته د انګلستان پر وړاندې په ۱۷ کسيزه لوبډله کې ځای ورکړل شوی دی.

له بل اړخه د سويلي افريقا لوبډلې هم د نړيوال جام لپاره د پنځلس کسيزې لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ چې له اوږدې مودې راهيسې بهر شوي هاشم املا ته يې يو وار بيا فرصت ورکړ، نوموړی د انګلستان په لوبغالو ښه لوبيږي او تر دې دمه په يو ورځنيو سياليو له ۵۰ پورته اوسط لري.

د سويلي افريقا لوبډلې د فاف ډوپليسي تر لوبډلمشرۍ لاندې پنځه چټک توپ اچونکو ته ځای ورکړل شوی چې دوه يې له ۱۵۰ څخه په چټک سرعت کې توپ اچونه کوي، همدا ډول دوه سوکه توپ اچونکي او دوه آلراونډران هم په ياده لوبډله کې شامل دي.

د سويلي افريقا لوبډلې نوملړ په لاندې ډول دی:

فاف ډوپليسي (لوبډلمشر)، ايډن مارکرم، هاشم املا، کوينټن ډي کاک، رسي ون ډر ډوسن، ډيويډ ميلر، جی پي ډوميني، انډايل فيهلکوايو، ډواين پريټوريس، ډيل سټين، کاګيسو رباډا، لونګي نګيډي، انريچ نورټجي، عمران طاهر او تبريز شمزي.

ياده دې وي چې سويلي افريقا او پاکستان له نيوزيلنډ، استراليا، هندوستان، بنګلديش، انګلستان او سريلنکا وروسته اوومه او اتمه لوبډلې دي چې د نړيوال جام لپاره لوبډلې اعلانوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د