سروې: د سولې برخه کې اویا سلنه خلک د حکومت پر دریځ مشکوک دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل): یوه تازه سروې ښيي چې پوره ۷۰ سلنه خلک د سولې په روانه پروسه کې د حکومت پر دریځ مشکوک دي.

دا سروې چې په څلورو میاشتو کې د افغانستان د سیمه‌ییزو او ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز ترسره کړې ده، وايي چې د جګړې عمده علت د بهرنیانو پوځي موجودیت دی.

د دې مرکز یو تن غړي حکمت الله ځلاند د همدې سروې په اړه رسنیو ته وویل، چې د حکومت او طالبانو په ګډون يې له شاوخوا ۲۸۰ بنسټونو نه پوښتنې کړې دي او پورته پایلې ته رسېدلي دي.

د سرچینې په وینا دې سروې کې یوازې ۳۰ سلنه خلک داسې و چې نظرونه يې سره مخالف و، خو پوره ۷۰ سلنه کسانو ورته ویلي چې د سولې په برخه کې د حکومت پر دریځ مشکوک دي.

تر دې وړاندې هم پرلپسې د سولې فعالانو حکومت د سولې اړوند په خنډ اچولو تورن کړی دی، خو تازه د قطر ناستې په تړاو هم ورته څرګندونې را برسېره کېدونکې دي.

حکومت د امریکا په فشار دې ته تیار شو چې قطر ناستې ته یو اوږد لیست برابر کړي، خو تازه داسې راپورونه هم ورکړل شوي دي چې ښايي د حکومت د مخالفت له امله غونډه بېخې لغوه شي.

ازادي راډیو د یوې سرچینې په حواله وايي، چې د غونډې برابروونکو د حکومت د اوږده لیست پر خلاف یو بل لیست حکومت ته ورکړی دی او حکومت هم ورسره مخالفت کړی دی.

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم ورته څرګندونې لري او زیاتوي چې دا اوږد لیست دا په ډاګه کوي چې د حکومت او سیاسیونو تر منځ جوړجاړی نه دی شوی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

گوری پوهان وایی چه انگریزان دوست او دشمن نه لری ولی ملی گټی لری خو د قطر غونډی یو ځل دا ثابته کڔه چه افغانان نه دوست او نه دشمن لری او په ضمن کی نه ملی گټی لری. بدبختانه چه افغانان ملی گټو ته ژمن نه دی بلکی خپلو شخصی گټوته ژمن دی. د قطر د غونډی د نوم لڔ څخه معلومیژی چه داسی اشخاص پذی غونډه کی اشتراک لری چه میرمینه یی په اپوزوسین کی ده او خپله په پوزیسون کی برخه لری. د بین المللی صهونیستانو لویه لوبه ده چه د افغانانو د سز په سود باندی… نور لوستل »