
پوهنې وزارت د ۱۵ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل): د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې له بېلابېلو مؤسسو سره يې اوولس هوکړه لیکونه چې ټول ټال د ۱۵ میلیونه ډالرو پر ارزښت کېږي، لاسلیک کړي دي.
د دې وزارت سرپرست میرویس بلخي نن یوې خبري غونډې ته وویل، چې دا هوکړه لیکونه يې د پوهنیز بهیر د لا ښه کېدو په خاطر کړي دي، چې شاوخوا ۷۷زره او شپږ سوه زده کوونکي به ترې نېغه ګټه واخلي.
دې هوکړه لیکونو نه به د سواد زده کړې، کانکور، د چاپیریال ساتنې په برخه کې د خبراوي، کمپیوټري کورسونو او سیمهییزو ټولګیو په برخه کې کار واخیستل شي.
د پوهنې وزارت د روان تعلیمي کال په پیل کې هم ژمنه وکړه چې شاوخوا ۲۵۰۰ ښوونځيو ته به ودانۍ جوړې کړې.
تر اوسه لا هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې پوهنیز بهیره له ګڼو خنډونو سره مخ دی.
دوه ورځې وړاندې د دې وزارت ویاندې نوريې نزهت وویل، چې له حکومت سره يې په دې تړاو هم خبرې کړې دي چې نور باید له ښوونځیو د پوستو په ډول کار وانهخیستل شي.