ملا عبدالسلام ضعيف؛ اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفير

ضعیف: د سولې لپاره قصدي خنډونه پیدا کېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل): په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر او د قطر د راتلونکې ممکنه ناستې ګډونوال ملا عبدالسلام ضعیف وايي، د سولې پر وړاندې په قصدي ډول خنډونه را پیدا کېږي.

هغه له اشنا تلویزون سره خبرو کې وویل، د قطر راتلونکې ناستې ته له کابله پلاوی ځکه ځنډول شوی چې پر لیست يې ناندرۍ را پورته شوې دي.

هغه وايي وړاندې پر یو بل لیست موافقه شوې وه، خو حکومت هغه لیست اوږد کړ او په پایله کې يې نن د پلاوي سفر وځنډول شو.

د دې غونډې بل ګډونوال صدیق الله توحيدي هم وايي، چې ناندرۍ پر لیست راپورته شوې دي، په وینا يې اوس یو بل لیست حکومت ته سپارل شوی دی او حکومت ورسره مخالفت ښوودلی دی.

ویل کېږي د دې غونډې جوړونکو حکومت ته د مسکو ناستې ګډونوالو او دېرشو نورو کسانو نومونه ورکړي دي، خو حکومت مخالفت ښوودلی دی.

ملا عبدالسلام ضعیف وايي، حکومت د کسانو په ډېرولو سره غواړي په غونډه کې د حاکمیت هڅه وکړي.

هغه وویل د غونډې په اړه نظرونه هم سره مخالف دي: «د شخړو د مطالعاتو مرکز دا د نظرونو د نږدې کېدو یوه هڅه بولي، طالبان يې عادي کنفرانس بولي چې هر څوک پکې خپل نظر شریکولی شي، خو حکومت يې بیا مذاکراتي کنفرانس بولي.»

هغه وویل د سولې اړوند باید قاطع او غوڅ ګامونه واخیستل شي، څومره چې پروسه اوږدېږي «منفي اړخونه په کې ډېرېږي.»

ښاغلي ضعیف د اوربند په تړاو وویل طالبان د دایمي اوربند هیله لري، داسې چې دا مسئله په بنیادي ډول حل شي او «مؤقت اوربند د قضيې حل لار نه بولي.»

هغه د حکومت له لوري د جګړې له اعلان وروسته د طالبانو عملیات هم عکس العملي کار وباله او په وینا يې ښه به وي چې د سولې په برخه کې عکس العملي هڅې وشي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سیمه‌ییزو او ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز وايي، په څلورو میاشتو کې يې له نږدې درې سوه بنسټونو سره خبرې کړې او د سروې په پای کې يې موندلې چې اویا سلنه خلک د سولې په روانه پروسه کې د حکومت پر دریځ او هڅو مشکوک دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عظیمی
میلمه
عظیمی

سلام علیکم دغه کسان چه نن د صلحی د راتګ په مخ کی دیوالونه جوړه وی. ملامت نه دی. هغه داچه دوی خبلی ګتی په جنګ او فساد کی وینی.او دده دغه جنګ د برکته نن مطرح بوتان دی. ایادغ کسان چه پر دغه لوړو دولتی چوکیو یی خیټه اچولی ده څو فیصده یی ددی مقام لیاقت لری. که یی د یوه وزارته یا ریاسته بل ته تبدیل سی ټول خپل دار او دسته د څان سره په دوه دری ملی بس کی انتقال کړی. د مثال په ډول جنرال مرادعلی د وزارت دفاع[ د معاوینیت؟] پوست تر لاسه کی… نور لوستل »

ابو راشد
میلمه
ابو راشد

السلام علیکم و رحمه الله و برکاته.
در باره تعویق و یا لغو جلسه بین الافغانی قطر . من با جناب ضعیف صاحب موافق هستم .
کسا نیکه در صلح و وحدت ملت افغانستان و کسانیکه در امنیت و آرامش افغان ها زیان و از دست رفتن منافع دروغین خود را میبینند و کسانیکه استقلال فکری و عملی ندارند .
هرگز تا بتوانند اجازه برگذاری چنین مجالسی را نداده و نخواهند داد .
اما باید این اشخاص یقین داشته باشند که خداوند متعالی قطرات خون شهدای ما را بی تاثیر نخواهد گذاشت .
انشاءالله .