غزل – جانان خدرخیل

خدایه! تۀ لنډ کړې د دې تورې نړۍ تور لاسونه
چې مو لۀ منځه زیاتي وخېږي د اور لاسونه

موږ به د یو بل ګرېوانونه لا پخوا پریښي و
خو ارمان دا چې مو پۀ منځ کې نۀ وای نور لاسونه

زما قاتل ته چې چا لار ورکړې ویې وهه
خاونده تاته مې نیولي دي نسکور لاسونه

سوله بهتره ده، خو هله چې دښمن یې غواړي
کنه ډېر خوند کا چې پۀ زور مات شي د زور لاسونه

پاچا کۀ خاورې او ولس سره دې غدر وکړ
ستا پۀ ګرېوان کې به پراتۀ وي د پېغور لاسونه

کله چې زۀ او تۀ جوړه کاندو څلور لاسونه
بیابه شېرینې! ځانله غوڅ نکړې په لور لاسونه

پۀ هغه ورځ مې تر پښو لاندې تیږې هم خاورې شي
پۀ کومه ورځ چې مې ښکل کړي وي د مور لاسونه

څښتنه! دغه یو احسان پۀ “خدرخېل” وکړه چې
تۀ یې لۀ لاسو نه ونۀ باسې د ورور لاسونه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د