د قطر بین الافغاني غونډه لغوه شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل): له هغه وروسته چې د کابل حکومت د قطر بین الافغاني غونډې په اړه او په دغه غونډه کې د ګډونوالو د نوملړ په اړه مداخلت وکړ ، د قطر هیواد له لوري غونډه تر نا معلوم وخت پوري وځنډول شوه.

نن ټکی اسیا ته په قطر کې یوې نیژدې سرچینې وویل چې دغه غونډه بالاخیره لغوه شوه.

د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز مشر سلطان برکات هم پر خپل ټویټر دغه خبر تایید کړی دی.

ددې تر مخه د امریکا څخه خپرېدونکي مشهورې ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال چې قطر او کابل ته یې خپل خبریالان لیږلي دي، په تازه راپور کې ویلي چې بین الافغاني غونډه د کابل حکومت د اعتراض وروسته د قطر له خوا ځنډول شوې ده.

ورځپاڼې ویلي چې حکومت پر هغه نوملړ اعتراض کړی چې تېره ورځ رسنیو نشر کړ او په هغه کې د کابل حکومت له لوري اعلان شوی اوږد لست څخه لږ شمیر کسان انتخاب شوي وه.

قطر او افغان حکومت تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ویلي او نه هم دطالبانو کوم غبرګون ښودلی دی.

ټاکل شوې وه چې د قطر یوه الوتکه به نن د پنجشنبې په ورځ ۱۲ بجې د کابل څخه قطر ته پرواز کوي او تر شاوخوا ۱۵۰ زیات افغانان به د طالبانو سره ناستې ته راولي، خو ویل کیږي چې د کابل حکومت قطرۍ الوتکې ته اجازه نه ده ورکړې.

په کابل کې یوې سرچینې نن ټکي اسیا ته وویل چې نن هم په دې تړاو د غونډې د ګډونوالو او اشرف غني تر منځ په ارګ کې ناسته وشوه چې بې نتیجې پایته ورسیده او ټاکل شوې وه چې سبا به بله غونډه هم کیږي.

د غونډې ګډونوالو نن ټکی اسیا ته ویلي وه چې د غونډې د ځنډول کېدو او لغوه کېدو په صورت کې به دوی احتجاجي ناسته وکړي.

نن ټکي اسیا ته یوې سرچینې وویل چې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد هم هڅه وکړه چې د غونډې د لغوه کېدو مخه ونیسي، خو نه دی توانېدلی.

باید وویل شي چې د قطر په غونډه کې یوازي د افغانستان څخه سیاسي شخصیتونه او مدني فعالان ګډون نه کوئ، بلکې د نړۍ له مختلفو هیوادونو څخه ګڼ شمېر افغانان هم قطر ته روان وه، چې اکثرو ته یې ټکټونه استول شوي او ځیني ېې فعلا پر لاره دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

الخير في ما وقع. زه فکر کوم چي په دې کي د افغان ولس او طالبانو کرامو خير دی. د دغو خلکو له دغو کارشکنیو څخه جوته سوه چي طالبان پر حقه دي چي ددغي بلواکي ادارې د استازو سره خبرو ته نه حاضريږي. دا د سمي وراشې او خبرو خلک نه دي. دا خلک چي وس يې رسيږي د سولي د آواز خفه کول غواړي او دادی په خپلو دغو وروستيو کارشکنيو او نه سره جوړېدلو يې خپل د سولي ضد ماهيت ښه وښود. «ګرګ از خدا چي ميخواهد؟ باد وبدمه». سلطان برکات چي په خپلو ټويټونو کي څه… نور لوستل »

MHA
میلمه
MHA

Mr Ghani is not capable of achieving peace with Taliban, first he was complaining Mr Khalilzad of not updating him of what was talked about in the meetings with Taliban. Second, his peace and security adviser Hamdullah Mohib was screamingly blaming Khalilzad of trying paving the way for becoming the head of interim government and now the list of 250 people to participate in peace process in Qatar. it seems like Ashraf Ghani was sabotaging the peace process from beginning

عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

اشرفغنی دمسکوپه ناسته کی رسواسوچه خودپرسته اغداراووطن فروش دۍ چیری غواړی چه نورهم رسوااودملت دتهمت آله جوړ سی فقط یوه لارسته چه ارګ پر محاصره اولکه نجیب ګوپرپښتونستان واټ وځړول سی چه نورغداران عبرت ځنی واخلۍ.

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

هیله ده چي د وولس لمنه د طالب او حکومت خصوصاً طالب له لمنی سره ونه تړل شی. وولس ځانته بېله نړۍ او ځانته بېلی هیلی او آرزوګانی او امیدونه لری.