د قطر بین الافغاني غونډه لغوه شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل): له هغه وروسته چې د کابل حکومت د قطر بین الافغاني غونډې په اړه او په دغه غونډه کې د ګډونوالو د نوملړ په اړه مداخلت وکړ ، د قطر هیواد له لوري غونډه تر نا معلوم وخت پوري وځنډول شوه.

نن ټکی اسیا ته په قطر کې یوې نیژدې سرچینې وویل چې دغه غونډه بالاخیره لغوه شوه.

د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز مشر سلطان برکات هم پر خپل ټویټر دغه خبر تایید کړی دی.

ددې تر مخه د امریکا څخه خپرېدونکي مشهورې ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال چې قطر او کابل ته یې خپل خبریالان لیږلي دي، په تازه راپور کې ویلي چې بین الافغاني غونډه د کابل حکومت د اعتراض وروسته د قطر له خوا ځنډول شوې ده.

ورځپاڼې ویلي چې حکومت پر هغه نوملړ اعتراض کړی چې تېره ورځ رسنیو نشر کړ او په هغه کې د کابل حکومت له لوري اعلان شوی اوږد لست څخه لږ شمیر کسان انتخاب شوي وه.

قطر او افغان حکومت تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ویلي او نه هم دطالبانو کوم غبرګون ښودلی دی.

ټاکل شوې وه چې د قطر یوه الوتکه به نن د پنجشنبې په ورځ ۱۲ بجې د کابل څخه قطر ته پرواز کوي او تر شاوخوا ۱۵۰ زیات افغانان به د طالبانو سره ناستې ته راولي، خو ویل کیږي چې د کابل حکومت قطرۍ الوتکې ته اجازه نه ده ورکړې.

په کابل کې یوې سرچینې نن ټکي اسیا ته وویل چې نن هم په دې تړاو د غونډې د ګډونوالو او اشرف غني تر منځ په ارګ کې ناسته وشوه چې بې نتیجې پایته ورسیده او ټاکل شوې وه چې سبا به بله غونډه هم کیږي.

د غونډې ګډونوالو نن ټکی اسیا ته ویلي وه چې د غونډې د ځنډول کېدو او لغوه کېدو په صورت کې به دوی احتجاجي ناسته وکړي.

نن ټکي اسیا ته یوې سرچینې وویل چې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد هم هڅه وکړه چې د غونډې د لغوه کېدو مخه ونیسي، خو نه دی توانېدلی.

باید وویل شي چې د قطر په غونډه کې یوازي د افغانستان څخه سیاسي شخصیتونه او مدني فعالان ګډون نه کوئ، بلکې د نړۍ له مختلفو هیوادونو څخه ګڼ شمېر افغانان هم قطر ته روان وه، چې اکثرو ته یې ټکټونه استول شوي او ځیني ېې فعلا پر لاره دي.

تبصرې (4)

  • الخير في ما وقع. زه فکر کوم چي په دې کي د افغان ولس او طالبانو کرامو خير دی. د دغو خلکو له دغو کارشکنیو څخه جوته سوه چي طالبان پر حقه دي چي ددغي بلواکي ادارې د استازو سره خبرو ته نه حاضريږي. دا د سمي وراشې او خبرو خلک نه دي. دا خلک چي وس يې رسيږي د سولي د آواز خفه کول غواړي او دادی په خپلو دغو وروستيو کارشکنيو او نه سره جوړېدلو يې خپل د سولي ضد ماهيت ښه وښود. «ګرګ از خدا چي ميخواهد؟ باد وبدمه».
    سلطان برکات چي په خپلو ټويټونو کي څه ويلي دي، دا د هغه له حسن نيت او بشپړي بې طرفۍ څخه نماينده ګي کوي. که نه د دغو شر او فساد په ماهيت ښه پوهېدلی دی او همداراز د قطر دولت.
    د دغو خلکو سره د طالبانو د استازو خبري هيڅ نه ښايي ، بلکي تاوان لري. د حکومت او طالبانو کرامو له لوري دوحې ته د ور بللو سوو کسانو ليستونه چي ماوکتل بې له ځينو علمای کرامو او سياستوالو نور ټول هغه عناصر دي چي د افغانستان پتمن خلک سخت نفرت ځني لري. له دغو کسانو څخه د خير ښېګڼي هيله هيڅ نه سي کېدای. زما په نظر به ښه داوي چي تر هر څه دمخه د طالبانو مذاکراتي ټيم د امريکايانو د ټيم سره د اصلي مسئلې، يعني له ګران هيواد افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د هر څه ژر وتلو خبره لنډه او صافه کړي.
    زموږ هيوادوال هر څومره چي ژر ممکنه وي د خپل ژوند، پت، ناموس او مال خوندي کول، د پردو او پردي پالو طردول او د اسلامي عدل حکومت غواړي، د دغو شر او فساد او د پخواني او اوسني حکومت د ظالمو او فاسدو عناصرو سره د طالبانو ناستو ته هيڅ خوشبيني نه لري. خدايا چنان كن سرانجام كار ««»» كه تو خشنود باشي وما رستگار !

  • Mr Ghani is not capable of achieving peace with Taliban, first he was complaining Mr Khalilzad of not updating him of what was talked about in the meetings with Taliban. Second, his peace and security adviser Hamdullah Mohib was screamingly blaming Khalilzad of trying paving the way for becoming the head of interim government and now the list of 250 people to participate in peace process in Qatar. it seems like Ashraf Ghani was sabotaging the peace process from beginning

  • اشرفغنی دمسکوپه ناسته کی رسواسوچه خودپرسته اغداراووطن فروش دۍ چیری غواړی چه نورهم رسوااودملت دتهمت آله جوړ سی فقط یوه لارسته چه ارګ پر محاصره اولکه نجیب ګوپرپښتونستان واټ وځړول سی چه نورغداران عبرت ځنی واخلۍ.

  • هیله ده چي د وولس لمنه د طالب او حکومت خصوصاً طالب له لمنی سره ونه تړل شی. وولس ځانته بېله نړۍ او ځانته بېلی هیلی او آرزوګانی او امیدونه لری.