د پاکستان د ماليې وزير داستعفا سربېره په کابينه کې نور بدلونونه شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د ماليې وزير اسد عمر په داسې حال کې له خپلې دندې استعفا کړې، چې د دغه هېواد اقتصادي حالت له بحران سره مخ دی.

اسد عمر نن په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې لومړي وزير عمران خان ترې د وزارت بدلولو غوښتنه کړې او د ماليې پر ځای يې ده ته د پيټروليم وزارت وړانديز کړی و، خو ده يې له منلو بښنه غوښتې ده.

اسد عمر نن په اسلام اباد  کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د پاکستان اقتصاد حالات ترينګلي دي او د ماليې راتلونکی وزير به هم له ګڼو ننګونو سره مخ وي.

صدر اعظم عمران خان د اسد عمر استعفا منلې او پر ځای يې د ګوهر ايوب په نوم د تحريک انصاف بل غړی د ماليې وزارت ته نوماند کړی دی.

د اسد عمر سربېره د پاکستان د فدرالي حکومت پنځه نور وزيران هم د کمزوري فعاليت او په چارو کې د سستۍ له امله له دندو ګوښه کړي دي.

په ګوښه شوو وزيرانو کې د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري، د کشمير چارو وزير علي امين ګنډاپور،د پيټروليم وزير غلام سرور خان، د صحت وزير عامر محمود کياني او د کور جوړونې وزير طارق چيمه له خپلو وزارتونو ګوښه کړی شوي دي.

د پاکستان اپوزيسيون ګوندونو د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت ناکام، متکبر او له ضده ډک بللی دی.

د پاکستان پارلمان کې د اپوزيسيون مشر او د مسلم ليګ ګوند رئيس مياشهباز شريف ويلي، چې له لومړۍ ورځې د عمران خان حکومت ناکام و، خو د مشورو منلو پر ځای يې له ضد، تکبر او کينې کار اخيست.

د پاکستان د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم ويلي، چې د اسد عمر له استعفا سره اته مياشتې  وروسته حکومت پوه شو، چې  پاليسي يې غلطه وه.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
امین
میلمه
امین

دپاکستان اقتصاد به څنګه الله ښه کړی چی دوی خو داقتصاد ښه کولو لپاره دمجاهدینو په خرڅولو هم صرفه نده کړی ، دوی دمسلمان افغانانو په وینو یی هم صرفه نده کړی تر دی دی اقتصد بد غواړم له خدایه!!