نړۍ

انډونیشیا: عمر پټیک پاکستان ته داسامه دلیدلولپاره تللی وو

Abdul-Hameed-umar-patek-500 (نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۴) جکارتا: دانډونیشیا حکومت خبرورکړی دي، وایی د اسیا په سویل ختیځ کي دالقاعدی دځانګی مرستیال عمرپټیک پاکستان ته ددي لپاره تللی وو ترڅو دالقاعدي له مشر اسامه سره وویني، عمرپټیک دروان کال دجنوری په میاشت کي دایبټ اباد په ښارکي ونیول شو، ایبټ اباد هغه ښار ده چیري چي دوي ورځي مخکي دامریکا دسمندري ځواکونو یوه خاص کنډک داسامه کور تربرید لاندي راوستي، عمر پټیک په ۲۰۰۲ کال کي په انډونیشیا کي دبالي دچاودنو اصلي ترحه کونکي بلل شوی دي، دانډونیشیا دفاع وزیر پرنومو یسجیانټرو دیوي خبري غونډی پرمهال خبریالانو ته وویل، پټیک له خپلي فیلپيني میرمني سره یوځای په غلطو نومو سره پاکستان ته سفر کړی وو ترڅو له اسامه سره وویني، عمر پټیک دروان کال دجنوري په میاشت کي دپاکستاني څارګري اداري له لوري په ایبټ اباد ښارکي د یو پاکستاني وګړي عبد الحمید په کور کي ونیول شو، اوس په پاکستان کي زنداني دي، دانډونیشیا او امریکی هیوادونه دواړه غواړي چي عمر پټیک باید دوی ته وسپارل شي.

بخت الرحمن بخت………………..نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x