سلطان برکات: قطر غونډه د ګډونوالو په سر د اختلاف له امله وځنډېده / انځور

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل): په قطر کې د بین الافغاني غونډې د لغوه کېدو وروسته کوربه سلطان برکات پر خپل ټویټر ولیکل چې دغه غونډه ځکه وځنډېده چې لا هم د ګډونوالو پرسر د اجماع جوړولو ته اړتیا شته.

نوموړي په خپل څلور پرلپسې ټویټونو کې ویلي چې د غونډې د ایجنډا پر سر اختلاف نه وو، خو د ګډونوالو د لست پر سر لا هم وروستی پریکړه نه وه شوې وه.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي:

په ډیر تاسف سره چې د سولې بین الافغاني کنفرانس چې د د دوحې د شخړو او بشري مرستو د مرکز لخوا د اپریل په ۲۰ او ۲۱ نیټه ترسره کیدو، ځنډیلی دی. له بده مرغه لا هم د ګډونوالو پرسر د اجماع جوړولو اړتیا شته.

‏د غونډې د اجنډا پرسر د هیڅ لوري اختلاف نشته، او ټول لوري د سولې راتګ ته ژمن دي. خو د ګډونوالو د لست پرسر لا هم هوکړه نه ده شوې، ترڅو داسې ګډونوال د نورو په استازیتوب راشي چې کنفرانس په بریا سره ترسره شي. ‎

‏موږ پوهیږو چې د سولې راتګ څومره ستونزمنه چاره ده. اما د ټولواړخونو د نه ستړې کیدونکو هلو ځلو او ښه نیت سره سره هر اړخیز او ګډ پوهاوی رامنځته کول د ټولو اړخونو د همکارۍ پرته ناشونی دی. دا د سولې د راتک دپاره د نه ژمنتیا په مانا نه ده اما ښکاره خبره ده چې اوس یې مناسب فرصت نه ده.

‏ټول ښکیل لوري دوحې ته د راتلونکو استازو د شمیر پرسر د اختلافونو د هوارولو لپاره کار په ګډه کوي. په افغانستان کې د اتلسو کلونو جګړې وروسته د سولې راتګ اسانه چاره نه ده. موږ له ټولو ښکیلو لوریو په ډیره حوصله مندۍ هیله کوو چې ددې خبرو ترسره کیدل ډاډمن کړي.

سلطان برکات د غونډې ګډونوالو ته یو رسمي لیک هم لیږلی چې په لاندي ډول دی:

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فدامحم نومير
میلمه
فدامحم نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط دا بد بخت اشرف غني او دده نادانه او جاهله حلقه ده چي دخپل ناروا واک دغزيدو په خاطر کوښښونه کوي چي هر. هغه مجلس چي د افغانستان د صلحي په تړاو وي اخلال کړي . دافغانستان فرد فرد د صلحي تږئ دی ، ولي دا په ناروا ککړ انسانان د صلحي په تږو باندي د صلحي درياب ته د ريګو بندونه اچوي ، الله سبحان وتعالی دي دوی په داسي جل ووهي ، چي بيا د پاڅيدو او ولاړيدو توان او توفيق ونلري . ان شأ الله ورحمن صلح نه نن او سبا راتلونکې… نور لوستل »