اشرف غني په سوله کې لغته ووهله

خالد افغان زوی
وروسته له څو لسیزو یو ځل بیا د واقعي او فراګیر بین الافغاني تفاهم لپاره زمینه برابره شوې وه. د قطر چارواکو ته دې رب خیر ورکړي چې د یوې داسې سترې تفاهمي غونډې لپاره یې ټول امکانات برابر کړل چې له طالبانو ونیسه، تر پخوانیو تکنوکراتانو، کابل میشتو سیاستوالو، د ګوندونو استازو او د ټولنې بیلابیلو اقشارو به په کې ګډون کاوه او په افغانستان کې د راتلونکې سرتاسري او واقعي سولې لارنقشه به یې ټاکله.
خو داسې معلومیږي لکه د سولې نعمت چې زموږ د دردمن اولس په نصیب کې نه وي. که پخوا زموږ له اولس نه سوله او پخلاینه پردیو استخباراتو او اجنبي لاسونه تروړلې وه، دا ځل د ارګ واکمن اشرف غني چې ځان ته افغان او مسلمان هم وایي زموږ د ملت په دې ناختلي ارمان کې یې لغته ووهله او د ۳۵ میلیونه افغانانو هیلې او امیدونه یې تالا ترغه کړل.
تاریخ او ملت ته باید دا خبره سپینه وي، چې د قطر بین الافغاني تفاهمي غونډې ته طالبانو په ټول اخلاص آمادګي وښوده او د بین الافغاني تفاهم لپاره یې د ملت غوښتنې ته لبیک ووایه. طالبانو له بل هر جهت وړاندې د غونډې لپاره خپل لست نهایي، خپل ګډون یې تضمین او له خپله اړخه یې ټول لازم ترتیبات ونیول. خو په مقابل جهت کې د کابل چارواکو او په سر کې اشرف غني په ځای د دې چې دې غونډې ته په خپل وخت لازم ترتیبات ونیسي، د قطر د بین الافغاني مجلس د ځنډ او خنډ هڅو ته یې لاس واچاوه.
یو وار یې په ارګ کې مرموزې غونډې پيل کړې، د هیئتونو ټاکل او لغو کول یې شروع کړل. ورپسې یې د سرو کرښو او شرایطو خبره را مخې ته کړه. وروسته چې غونډې ته دوه ورځې پاته شوې، د ګډونوالو یو داسې ناشولته لست یې خپور کړ چې یوازې د فیسبوک د ټوکیانو په ښمر شو او رسنیو ته یې طنزي سوژه په لاس ورکړه. داسې لست چې نه خو د قطر د غونډې له حال او مقام سره ښایېده او نه یې په غونډه کې د منل کیدو امکان و. په سبا چې د قطر د غونډې تنظیموونکو کابل ته د الوتکې د لیږلو اراده وکړه تر څو ګډونوال دوحې ته انتقال کړي د اشرف غني په امر د افغانستان هوایي حریم د قطر د الوتکې په مخ په وتړل شو.
عجیبه دا ده چې په دې هیواد کې که د جنګ او بمبار لپاره د هر چا الوتکو غر او پر جوړ کړی وي هیڅ خبره نه ده. خو د سولې مجلس ته د ګډونوالو وړونکې الوتکه باید را پرې نه ښودل شي. په دې ډول اشرف غني د قطر غونډه چې افغان اولس یې په سخته اورنۍ تلوسه انتظار یوست له بن بست سره مخامخ کړه. تر دې چې د غونډې د تنظیموونکو لخوا مجلس لغو شو.
د اشرف غني لخوا د قطر د سولې په بهیر کې لغته وهل، یوازې د یوې غونډې ځنډول نه دي. بلکې د یوه ۳۵ میلیوني ملت له هیلو، عواطفو او ارمانونو سره یوه داسې ناروا لوبه ده چې زموږ تاریخ یې بیلګه نلري. نه پوهیږو اشرف غني به خپل وجدان څنګه قانع کوي. هغه چې خپلو اولادونو لپاره د نیویارک د بیچونو خرمستۍ خوښوي خو زموږ په کړیدلي ملت یې حتی د سولې خوب او خیال او یوه تشه تفاهمي ناسته هم نه ده پیروز.
تاریخ به ولیکي چې د دې جګړې دوام او هره ورځ د سلګونو افغانانو د وژل کیدو پړه ځکه د اشرف غني پر غاړه ده چې د سولې د هر غږ په وړاندې یې د تعلل پالیسي غوره کړې او ټوله توجه یې دې ته ده چې څرنګه د دې ملت د ځوانانو په وینو د قدرت د دوام موج سواري وکړي.

تبصرې (6)

  • نه داسي نه ده، بهرني اشغالګر پوځونه به خامخا د لوی څښتن په مرسته او معاونت زموږ له سپېڅلي هيواده وزي. اشرف غني سولي ته تاوان نه سي رسولای، بلکي خپلي پښې په خپله په تېشه وهي او خپل کرغېړن ماهيت زموږ هيوادوالو او نړۍ والو ته ښيي. ده غوندي نور هم که خدای کول په خپلو شومو موخو کي ناکام دي.

  • دې غوڼډى ته ولس ډيرى هيلى او آرمانونو نه ډک انتظار لرى. له بده مرغه هغه څو محدوده شرميدلى ناکسه کسان يى سبوتاژ کوى چى خپل بچى يى د بهر هيوادونو په امن کى عيشونه کوى. ددوى څه باک دى؟ آيا ددوى نه د ايمان او وجدان سوال دوى ته کريدت نه دى؟ دوى کله ايمان او وجدان ته ګورى؟ د يتيمانو کوڼډو او بورو ميندو غږ يى اوريدلى؟ په کور يى چاپى لګيدلى دى؟ ناموس....
    الله ج به طالبانو ته انشاءالله ددى لوى کار اجر ورکړى خو ژمى تيريږى او تور مخ سکرو ته پاتي کيږى.

  • سلامونه او ښی چاری.
    د حالاتو څخه داسی معلومیږی چه نه یوازی غنی. بلکه طالیبانو هم په لغته ووهله.یعنی طالیبانو او دولت دا غونډی ته په ګډه سره غبرګی لغتی ورواچولی.
    عام ولس په رڼو سترګو ورته کتل .چه غونډی ملاقونه خوړل.عام ولس څلویښت کلنه تجربه لری په دا شیانو باندی هیڅکله دوکه نه خوری.
    یتم په ژړا کلک دی،خو د عام ولس له خولی سختی ښیری بادیږی،او د دواړو ورکیدل له الله ج څخه غواړی،

  • گوری د غنی څخه هیڅ گیله نه ده په کار گیله د اسلام د ټیکدارانو نه دی چه دا 40 کاله کیژی چه افغانان یی د دین تر عنوان لاندی وغولول.
    غنی نه مسلمان دی او نه خو افغان بلل کیژی بلکی د پردیو لاسپوسی دی.
    د سولی صلاحیت د غنی او د ترمپ له ادارو څخه اوچنه ده.
    د سولی کیلی د بین المللی معافیو په لاس که ده چه بانکونه او کمپنیانی او ایکسچبنج مارکیت کنترولوی.
    The dollar is the decision makers and the politicians are the decision takers.

  • اصلی لوبغاړی امریکا ده، غنی بیچاه دومره صلاحیت نلری چی خپلواکی پریکړی او فیصلی وکړی صرف د امریکی له خوا ورکړل شوی بابولالی زمزمه کوی؛ امریکا غواړی پدی توګه خپل اشعال، بمبارونه، ظلمونه، د افغان ولس قتل عام جاری وساتی.، او د سر سړی ورڅحه وخت په وخت ووژنی.
    د افغان ولس استازی علماء کرام د امریکی هغی فریب او دسیسی چی افغانی تفاهم وکړی هیڅکله پری وخت ضایع نکړی د افغانانو مینځ کی هیڅ ستونزه نشته اصل خبر د اشعال خاتمه ده، د سولی نا باید اچار جوړ نشی.

  • دا یوه تخنیکي مسئله ده چې انشاالله ژر به هواره شي. که طالبان غواړي چې امریکایان، ناټو او نړېواله ټولنه دې د واک واګي په دوو لاسونو طالبانو ته وسپاري، دا یو څه عجیبه ښکاري. زه فکر کوم چې طالبان په دې اړونده درې غواراوي لري. لمړی دا چې د شر او فساد د ادارې اړوند او نور جنګسالاران د ځان سره په راتلونکي حکومت کې شامل کړي. دوهم دا چې اشرف غني او ډله یې د ځان سره یو ځای کړي او د یو څه نرمښت په ښودلو سره حکومت جوړ او د ولس چوپړ ته ور ودانګي. او دریم دا چې یو خپلواکه او نګه حکومت جوړ کړي. ډېری خلک داسې فکر کوي چې نکه او د ملایکو د حکومت جوړول ډېر ګران دي او ښه به دا وي چې طالبان دا دوهم غوراوی په پام کې ونیسي او غور ورباندې وکړي. په دې سره به د راتلونکي حکومت اعتبار په نړېواله ټولنه کې ډېر شي او هغوی به مشکلات نه ورته جوړوي. په درناوي