ارګ: د قطر حکومت غیر متوازن لست جوړ کړی وو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل): له هغه وروسته چې د قطر هیواد په رسمي ډول د بین الافغاني غونډې ناسته وځنډوله، ارګ په دې اړه په خپل لومړني غبرګون کې وویل چې د قطر له لوري نوی ترتیب شوی لست غیر متوازن او د افغانستان د ولس ملي ارادې او فیصلې ته د بې احترامۍ په مانا وو چې دوی ته د منلو وړ نه وو.

ارګ ویلي چې د هیواد د یو شمیر سیاسي مشرانو او ولسمشر اشرف غني تر منځ په ګډه ناسته کې پرېکړه وشوه چې د قطر کانفرانس دي لغوه شي، ځکه چې په وینا یې د قطر حکومت ونه توانیده چې د افغانستان حکومت برحقه غوښتنه عملي کړي.

باید وویل شي چې د غونډې تر لغوه کېدو مخکې لا داسي راپورونه ورکول شوي وه چې حکومت غواړي دغه غونډه په یوه او بله پلمه وځنډوي او یا یې د مخنیوي لپاره خنډونه را منځته کړي.

ددې تر مخه پر حکومت تور وو چې په موسکو کې يې د طالبانو او افغان شخصیتونو تر منځ د لومړۍ غونډې د سبوتاژ کولو هڅه هم کړې وه او په ورته توګه یې دداسي غونډو مکرر مخنیوی کړی چې طالبان په کښي ګډون کوي او حکومت ته په رسمي بڼه بلنه نه ورکول کیږي.

د یادوني وړ ده چې د قطر په غونډه کې د طالبانو له لوري ۲۵ کسان شامل وو، خو په مقابل کې يې ارګ د ۲۵۰ کسانو نوملړ انتخاب کړی وو، چې د طالبانو له لوري يې پر وړاندي طنزیه غبرګون وښودل شو او دا یې د حکومت له لوري د سولې د هڅو د سبوتاژ کولو یوه پلمه وبلله.

په قطر کې د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز مشر چې د غونډې کوربه توب یې په غاړه وو، پر خپل ټویټر ولیکل چې په غونډه کې د ایجنډا پر سر اختلاف نه وو بلکې د ګډونوالو د نوملړ پر سر اختلاف ددې باعث شو چې غونډه وځنډیږي.

تبصرې (1)

  • ورونو، امریکیان سولی ته اصلا لیوال نه دی.
    امریکیان غواڕی د سولی له لیاری خپل نا مقدس اهدافو ته ځانونه ورسوی.
    مونژ باید د فلسطینیانو د قضی څخه لږ څه زده کڔو او وگورو چه د فلسطینایان او د عربو د سولی پشنهاد کوم ځای ته ورسیدو.
    نن امریکا د سعودی حکومت یی تر فشار لاندی نیولی ده چه د خپلی خاوری یوه برخه د اوردن حکومت ته وسپاره او اوردن دی د خپل خاوری یوه برخه اسراییلو ته ورکڔی.
    د بیت المقدس بخششول او د گولان بخششول و اسرائیلوته د جنگ په معنا ده نه د سولی پر مفهوم.
    امریکیان نن په نڔی کی د حکومتونو په تغیر او بدیل باندی کاژونه یی روان کڔی او تاسی د سولی خوبونه او خیالونه گۋری.
    زما په اند وده قومونه اصلا د سولی لیاقت هم نه لری.