د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو د مؤقت حکومت په اړه سلا مشورې پیل کړې

نن ټکی اسيا (جمعه، ۳۰ وری، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د ګډ حکومت د واک قانوني نېټه د جوزا د میاشتې په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي؛ د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو د مؤقت حکومت په سر سلا مشورې پیل کړې.

د طلوع نیوز د راپور په اساس؛ د حنیف اتمر، رحمت الله نبیل او احمد ولي مسعود په ګډون یوولسو انتخاباتي ټکټونو د ګډ حکومت د قانوني واک تر پای ته رسېدلو وروسته د مؤقت حکومت په رامنځته کولو مشورې پیل کړې.

د سولې او اعتدال ټیم ویاند «قادرشاه» په دې اړه رسنیو ته په خبرو کې وویل؛ د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د افغانستان خلګو، سیاسي ګوندونو او په ځانګړي ډول د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو ته د ګډ حکومت کاري موده غځېدل د منلو وړ نه دي.

د ولسمشریزو تاکڼو د یو بل نوماند «رحمت الله نبیل» ویاند هم ورته نظر لري، د نوموړي په اند؛ غوره به وي چې داسې یوه شورا رامنځ ته شي څو د حکومت په کړنو نظر  ولري څو حکومت له خپل واک څخه په ټاکنو کې په خپله پلوي ګټه پورته نه کړي.

بل لور ته د افغانستان د حقوق پوهانو د کمېټې غړي بیا وايي چې؛ دا پرېکړه د افغانستان په ولس پورې اړه لري او د افغانستان د اساسي قانون په بنسټ؛ سیاسیون نشي کولای د افغانستان د خلګو د استازیتوب له ادعا سره د حکومت په وړاندې ودرېږي.

یاده دې وي چې؛ ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندانو داسې مهال له ارګ څخه د غني ایستلو ته ملا تړلې چې نوموړی تر دې وړاندې هم د واک د غځولو په هڅو تورن شوی او د څارونکو په اند؛ د سولې په پروسه کې خنډونه او په حساسو شرایطو کې د مشورتي لویې جرګې رابلل یې د همدې هدف لپاره دي.

تبصرې (4)

  • دا ټاکنی مکنی هیڅ اهمیت نلری، د ولس د عولونی یوه دسیسه ده. امریکا به امریکی ته وفادار کس ګماری.

  • مواقت حکومت جوڔیدل یوازینی لاره ده چه د افغانستان د دریمی لسیزی غمیزیته د پای ټکی کیښودلی شی خو د طالبانو په مشوره او تفاهم باندی باید یو مناسب شخص دی و ټاکل شی چه تر څو د ټول اقشارو هوکڔه پری وشی او ټولو ته د اعتماد وڕ شخص وی.
    زما په اند ډاکتر صیب فاروق اعظم دغه دندی ته یو ډیر شه مشخص شخص دی چه د اففانستان په ټولنه کی اهل د کار او صادق او با تجربی سڔی گڼل کیږی.

  • په افغان مظلوم اولس دې خدای غیبي رحم وکړي، هر چا یې تر خپلې وسې په زورولو لاس پورې کړی. ددغو وفادارو سیاسي غلامانو خو په ما دا نومونه بد لګيږي، دهېواد د ټولو بدبختیو عاملین همدوی دي، الله مو دې ددوی له شره خلاص کړي نور.

  • داچی وينو د پلانکی ټيم ، د پلانی ګوند ، دا نوماند او آ نوماند ، که همداسی څو چنده نور هم پر واچوو دا ټوله د يو مکتب دی د دوی ټولو يوه لار ده نه داچی وايو دا پلانکی و او يا دا پسلانکی دی ، ټوله د هری زمانی او هری لوری سره راټول شوی همدايی د پای وختونه دی ټوله به په يو واری ورک شی او د دوی د مکتب لمنه چی يوازی او يوازی د اسلام سره خصومت دی ټوله شی . اِن شاءالله