د افغان فلم د ارشیف مواد چا غلا کړل؟

ډاکټر پارسا

تاسو به خبر نه یاست چې د اشرف غني نازولې لور مریم غني د فلمي هنرونو په برخه کې لوړې تخصصي زده کړې ترسره کړي دي. مریم غني شوق لري چې مستند فلمونه جوړ کړي هغه هم په جګړو او واقعي غمیزو. همدا اوس په داسې حال کې چې د افغانستان جګړه په یو څلویښتم کال ګډیږي او هره ورځ تر دوه سوه زیات افغانان په کې مري. مریم غني د خپل هغه فلم نندارې ته په چمتو کولو بوخته ده چې د افغانستان د جګړو واقعي کیسه بیانوي.

د تیر کال د جون د میاشتې هغه خبر به مو یاد وي چې رسنیو وویل: ارګ پریکړه کړې چې د افغانستان د رادیو ټیلویزیون او افغان فلم ارشیف به له خپلې اصلي ودانۍ څخه ارګ ته انتقالیږي. هغه وخت د هنر او ادب د برخې ډیرو کارمندانو په دې پریکړه اعتراض وکړ، خو چا یې فریاد وانه ورید او نه هم څوک په دې راز پوهیدل چې په ارګ کې د فلم او ټیلویزیون ارشیف ته اړتیا څه ده؟

مګر اوس تازه په تازه دغه راز لوڅ شوی دی. امریکا غږ راډیو او ګڼې نورې رسنۍ خبر ورکوي چې د ولسمشر اشرف غني لور مریم غني یو داسې مستند فلم تیار کړی چې له ۱۹۷۸ میلادي تر ۱۹۹۲ میلادي کلونو پورې په افغانستان کې د جګړو ناویلی داستان  بیانوي. دغه فلم چې نوم یې دی (What We Left Unfinished) د هغو ناتمامه فلمونو له موادو تهیه شوی چې د کمونیستي واکمنۍ په وخت فلمبرداري شوي خو نیمګړي پاته دي، نشر شوي نه دي او تر اوسه د افغان فلم په ارشیف کې خوندي وو.

مریم غني وایي دې ته په فوق العاده ډول اجازه ورکړل شوې چې دافغان فلم دا محرم ارشیف وګوري، له هغه نه خپل د استفادې وړ مواد را وباسي او بیا ترې دا مستند فلم جوړ کړي. په دې ډول هغه راز نور روښانه شوی چې اشرف غني ولې تېر کال ارګ ته د راډیو تیلویزیون او افغان فلم ارشیف د انتقال فرمان صادر کړی و. معلومه ده چې خپلې نازولې لور ته یې له ارشیفه د ناروا شخصي استفادې لار جوړوله چې په پای کې دا دی د افغان ارشیف خوندي مواد چې له دریو لسیزو خوندي پاته و، د مریم غني لخوا غلا شول او د دې په ځای چې د افغانستان په ښمر شي د امریکایي سینماګانو په پردو راووتل.

دې ورځو کې مریم غني لګیا ده تر څو په امریکایي سینماګانو کې د افغان جګړې په اړه خپل مستند فلم وځلوي. دلته یې پلار اشرف غني لګیا دی، د بین الافغاني سولې او پخلاینې د پروسې په وړاندې درګرده خنډونه جوړوي چې په دې برخه کې یې وروستی کار د قطر د سترې بین الافغاني ناستې لغو کول و. اشرف غني چې خپلې لور ته د افغانستان مکمل ارشیف په واک ورکولای شي تر څو خپل د خوښې مواد ترېنه وباسي. دا هم بعیده نه ده چې د خپلې لور د فلمي هنر د ودې او وظیفوي تضمین لپاره څو کاله نور هم دغه جګړه اوږده کړي. ځکه په جګړه کې که هره ورځ دوه سوه افغانان مري د اشرف غني یې پرې څه؟؟ د ده نازولي اولادونه خو په نیویارک کې د امن ژوند کوي. مهمه دا ده چې د مریم غني هنري ذوق باید خړوب او د فلمسازۍ لپاره ورته سوژې تولید شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

مریمه غله، موراوپلار غله، نیکه غل. دغلو څخه څه ګیله وکو. ګناه زموږده چی غلو ته رایی ورکوو. اوس دی غله بیا ځان کاندید کړی دی او هیڅ شک نسته چی بیا دغلو ريس سی.