غزل: ثاقب خپلواک

ثاقب خپلواک
د پاپ مېنه سپېره شوله ، زینار له ډاره رېږدي
شوې ړنګې کلیساوې ، د مینار له ډاره رېږدي

یتیمې بت کدې شوې ، د شېطان بار جنازه شوه
له هسکه پرې سپین ستوري کوي، وار له ډاره رېږدي

د غرب بېړۍ شوه غرقه ، چې غروب یې شو په برخه
په سیند کې د جهاد غربي کفار له ډاره رېږدي

د عشق کعبه ، د وخت ابرهه نه شي ورانولی
اوس لوړ ګوري مایوسه، د سنګسار له ډاره رېږدي

خزان یې کړل خزان اوس د خزان مغرور خیالونه
د ژوند پاڼه یې زېړه ، د بهار له ډاره رېږدي

د سپېنو تورو پړک دی،د غازي خوله کې تکبیر دی
ثاقبه ! تورې شپې د سپېن سهار له ډاره رېږدي

ثاقب خپلواک

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د