د سولې خون د چا پر غاړه دی؟

قاري حبیب

سوله د جګړه ځپلي افغان اولس مبرم ضروت او مشترک ارمان دی. له کلونو راهیسې د سولې تر ارمانه د رسیدو هڅې پیل شوي دي. خو سوله لا هم نادرکه ده. خپله د سولې د تعبیر او تفسیر غوندې دا خبره هم متنازع فیها ده چې آخر د سولې په وړاندې اساسي خنډ څوک دی؟ دا څوک دي چې زموږ په مظلوم ملت یې سوله او استقرار نه دی پیرزو او دلته د جګړې بټ ګرم ساتي؟؟

همدا تېره ورځ د سولې لپاره د افغان اولس یوه بله تانده هیله ورژیده. د قطر په دوحه کې بین الافغاني کانفرانس چې د منازعې بیلابیلو داخلي اړخونو به په کې مفاهمه کوله او له میاشتو راهیسې ورته تیاری او ترتیبات روان و. خو کله چې د غونډې شیبه راورسیده او د افغان اولس د سولې امیدونو په خپل وروستي اوج او موج کې شول په همدې هیجاني حالت کې د سولې په دې پروسه ګوزار وشو، غونډه لغو شول او د اولس تاند امیدونه د نهیلیو په ګرداب کې غوپه شول.

راځئ د بیلګې په ډول دا پوښتنه مطرح کړو چې د قطر د غونډې د لغو کیدلو اصلي سبب څوک و او چا د اولس له مشترک ارمان ( سولې ) سره دا ظلم وکړ؟ که مو د دې غونډې د لغو کیدلو اصلي عامل معلوم کړ نو بیا د هغه چا څرک هم لګولی شو چې په مجموع کې د سولې اصلي قاتل او د جګړې اور لړونی دی.

د قطر د بین الافغاني غونډې خبره له هغه ځایه راپیل شوه، چې د ۱۳۹۷ لمریز کال د سلواغې په ۱۷ مه نیټه په ماسکو کې د بین الافغاني کانفرانس د پریکړه لیک په نهم بند کې فیصله وشوه چې راتلونکې ورته غونډه به په قطر کې ترسره کیږي. په دې ډول عام تصور دا و چې د قطر غونډه به هم د ماسکو د کانفرانس په شان د د طالبانو او نورو بیلابیلو افغان سیاسیونو تر منځ تفاهمي مجلس وي او هیڅ لوری به د کابل حکومت د رسمي استازو په حیث په کې ګډون نه کوي.

د غونډې د وخت له رانږدې کیدو سره که له یوې خوا طالبان غونډې ته په تیاریو بوخت و او د لازمو تسهیلاتو او مقدماتو اماده کول یې خپله دنده ګڼله، بالمقابل د اشرف غني په مشرۍ د کابل اداره د غونډې د تدویر په وړاندې د خنډونو په ایجاد، د شک او ابهام فضاء رامنځته کول او په قسما قسم تعللاتو لګیا ول. که رښتیا ووایو د ارګ چارواکي له لویه سره د ماسکو د کانفرانس په شان له بین الافغاني مجلس سره جوړ نه ول. ځکه د اشرف غني ټاکنیز مرستیال امرالله صالح د ماسکو کانفرانس ( شرمفرانس) بللی و، دغه راز اشرف غني او تبلیغاتي ګروپ یې هم په هغه سرتاسري بین الافغاني غونډه پسې د بدو تبلیغاتو خوله خلاصه کړې وه.

دا ځل چې په قطر کې یو ځل بیا ورته غونډه دائریده، نو اشرف غني په ظاهره له غونډې سره د توافق سر ښوراوه خو په عمل کې یې د غوندې د مخنیوي دسیسې په کار واچولې، یو وار یې د مشورتي لویې جرګې سرینده پیل کړه، ورپسې یې په ارګ کې غونډې او مجالس شروع کړل، د مصالحې په نوم شوری یې وټاکله، چې د سولې لپاره به د ارګ سرې کرښې ټاکي. په دې ډول یې یوه بشپړه د ابهام او سردرګمۍ فضاء رامنځته کړه.

کله چې د غونډې تدویر ته دوه ورځې پاته شوې، په داسې حال کې چې طالبانو او د قطر حکومت کانفرانس ته بشپړ چمتوالی درلود اشرف غني د ګډونوالو یو داسې ناشولت لست نشر کړ چې نه یوازې د شمیر له پلوه غیر متوقع و بلکې په نورو لحاظونو هم بشپړ نا انډوله او له دې غونډې سره یې تناسب نه درلود.

د دې لست له اعلان وروسته په کابل کې د مسیر ورځپاڼې مسؤل مدیر اسدالله وحیدي ولیکل چې ارګوالو قصدا دغه ناانډوله او خندنی لست خپور کړی دی. نوموړی اصلا د قطر د بین الافغاني غونډې له تدویر سره جوړ نه دی، خو دا چې په ښکاره د غونډې مخالفت نه شي کولای نو اوس یې قصدا یو داسې لست خپور کړ چې د قطر حکومت او طالبان به ضرور ورسره عدم توافق ښيي او کله چې له مقابل جانبه په لست نقد وشو اشرف غني به ووایي چې موږ په غونډه کې ګډون نه کوو ځکه د قطر حکومت زموږ لست رد کړ.

لکه څنګه چې ښاغلي وحیدي اټکل کړی و، کټ مټ همداسې وشول. د ارګ لخوا د غوندې د لغو کیدو په اړه نشر شوې اعلامیه کې راغلي دي (نن د هېواد یو شمېر سیاسي مشرانو او جمهور ریئس پریکړه وکړه چې د قطر حکومت څخه وغوښتل شي چې په کنفرانس کې به د افغانستان لخوا ټاکل شوی پلاوی ګډون کوي. داچې د قطر حکومت پدې ونه توانیده چې زموږ دا برحقه غوښتنه عملي کړي نو د قطر حکومت د دوحې کنفرانس لغوه کړ)

دلته کټ مټ هغه متل صدق کوي چې خلک وایي( لورې! داسې به دې ودوم چې هیڅوک دې ونکړای شي) اشرف غني هم د ۲۵۰ کسیزه ناشولته او نا انډوله لست په وړاندې کولو سره داسې اقدام وکړ چې د قطر حکومت یې منلو ته اماده نه و. په دې ډول د کانفرانس د تدویر لپاره اولنی خنډ خپله اشرف غني ایجاد کړ. نو ځکه د دې ټولې پروسې د خنډ او لغو کیدلو مسؤلیت هم د ارګ د چارواکو په غاړه دی او له همدې ځایه ویلی شو چې د سولې په وړاندې اصلي خنډ جوړونکي هم همدا ګروپ دی چې له امریکا یې د جګړې دوام په ټیکه اخیستی.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Karwan
میلمه
Karwan

اشرف غني دهغه تيم او عبدالله عبدالله مطلق افغان دوښمنه فاشيستان دي. غني نه افغان دي، نه مسلمان اودهغه ټول کار او کردارد يوه فاشيست دي. هغه ته د ولسمشرلقب دافغان اولس سره ستره جفا ده. نو اوس داولس پورته شي او دغو فاشيستانو ته دي يوه داسي درنه ځپيړه پر مخ ورګړي چه غبرګي سترګي ئي ورته ړندي کړي، ترځو بياله ځايه پورته نشي. مرګ په غني اوعبدالله او ددوي په تيم. ژوندي دي وي د افغانستان مسلمان او ازداديخواه ملت. کاروان

غوربندي
میلمه
غوربندي

دا ناشولته بايد د کابل په کوڅو او سړکونو کې د قذافي په شان کش کړل شي.

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

د قطردغونډی اصلی قاتلان هغه غله اوچپاولګران دی چی ګتی یی په جنګ کی دی. یعنی ع،غ او د دوی داردسته چی د دوی ګتی په جنګ کی دی، او د مظلوم ملت په کیسه کی دوی نه دی.