غزن؛ د ګيرو ولسوالۍ نوې وداني

غزني: د طالبانو له بريدونو وروسته د ګيرو ولسوالۍ مرکز بل ځای ته انتقال شوی

نن ټکی اسيا (جمعه، ۳۰ وری، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې تيره شپه طالبانو د غزني ولايت د ګیرو ولسوالۍ مرکز، امنيه قومندانۍ او ځينې سيمې ونيولې، حکومتي چارواکو د يادې ولسوالۍ مرکز بل ځای ته انتقال کړی دی.

د غزني ولايت چارواکي وايي چې د ګيرو ولسوالۍ چې له تيرو لسو کلونو څخه يې ځينې سيمې د دولتي ځواکونو له لاسه وتلې وې او يواځې د ولسوالۍ ودانۍ يې د دولتي ځواکونو په واک کې وه اوس له هغې ودانۍ څخه هم بل ځای ته انتقال شوي دي.

چارواکو ويلي دي چې د ګيرو ولسوالۍ مرکز يې ځکه بل ځای انتقال کړی دی چې اکمالات، د چارواکو تګ راتګ او رسيده ګي ورته ناممکن وو.

د ګیرو ولسوالۍ د مرکز د انتقال خبرونه په داسې حال کې ورکول کيږي چې تيره ورځ دې ولايت ته د دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد، د ملي امنيت عمومي رئيس مسعود انداربي او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عمومي قومندان سکاټ ميلر سفر کړی و.

له کابل څخه غزني ته ورغلي پلاوي د غزني والي وحيدالله کليمزي سره په خبرو کې ویلي وو چې د غزني ولايت امنيت ته به پام کوي او ددې ولايت له لاسه وتلې سيمې به بيرته په خپله ولکه کې راولي.

د غزني د والي وياند عارف نوري هم تاييد کړې ده چې د يادې ولسوالۍ مرکز يې له ډېرو ناکراريو او محاصرو وروسته يوې خوندي سيمې ته انتقال کړی دی.

طالبانو هم ويلي دي چې د ګيرو په ولسوالۍ يې تيره شپه پراخ بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې د يادې ولسوالۍ مرکز، ګڼې پوستې او د امنيه قومندانۍ ودانۍ نيولي او ګڼ شمير سپکې او درنې وسلې يې هم ترلاسه کړي دي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د غزنې د ځينو ولسواليو مرکزونه هم خوندي سيمو ته ليږدول شوي وو چې هلته هم د طالبانو تر بريدونو لاندې راغلي وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
طیب
میلمه
طیب

اوس مو نو واقعی پہ خپلہ ولکہ راوستی دربانی لارویانو

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

پرون نرښخی ډیری لافی و شاپی وویشتلی، اویوه ورځ ورسته یی یوه ولسوالی دلاسه څخه ووتل.

جميل
میلمه
جميل

دا خو کومه نوی خبره نه ده ولسواليانی خو يی ډيری انتقال کړی داسی هم شوی چی طالبان انتقالی ولسوالی هم ونيسی ، چی ولايتونه انتقال نکړی ، يو وخت يی پايتخت کابل د تاجکستان کولاب ته انتقال کړی و او ظالمانو همدغه کولابی دولت په رسميت پيژانده چی پنځه سلنه يی هم پر هيواد واک نه درلود ، هغوی(ظالمان) هم خره نه دی چی د داسی سپکو حمايه کوی هغوی پوهيږی چی دا رزيلان تر هرڅه ورته ورتير دی .
دا توری تياری به تيری شی وړانګی د رڼا سره به راشی . اِن شاءالله

حکیمي
میلمه
حکیمي

زرډوزن له ځان سره ټول بې شرمه ډوزن اودرواغجن هوایی خبرووالا کسان په لوړو پوستونو ګمارلي دي
پرون نر ښځي اسمان اوځمکه سره ګنډل لکه جبارقهرمان چي ویلی وو وای په دریوورځوکې په طالب پسې موسی کلا ته ورځم
نرښځي هم ویل وای دغزني اخیري ولسوالي ته به ځو خو په هغه شپه یې یو ه بله یعنې دغزني دیار لسمه ولسوالۍ هم بشپړه له ولکې ووته الحمدلله