غزني؛ طالبان وايي دوه امریکایان يې وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰وری، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي د غزني په ناوه ولسوالۍ کې يې یوه درنه جګړه کې دوه امریکايي عسکر او درې تنه د هغوی افغان کمانډو ملګري وژلي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې جګړه د یادې ولسوالۍ په محمدخېل او کمیس خېل سیمو کې هغه مهال رامنځته شوه چې ګډ ځواکونه یادو سیمو ته د چاپو په تمه ورغلل.

دلته مېشتو بهرنیانو تر اوسه د خپلو وژل شویو عسکرو پخلی نه دی کړی، خو طالبانو د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو یادونه کړې ده.

د ځايي سرچینو په قول دې جګړه کې ګډو ځواکونه دوه کورونه بشپړ نړولي، یو تن ملکي وګړی يې وژلی او دوه نور يې ټپیان کړي دي.

چاپه مارو ځواکونو د سیمې څلور تنه اوسېدونکي هم له ځان سره وړي دي.

دا په داسې حال کې دی چې نن د غزني د ګېرو ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته لوېدلې، دغه ولسوالۍ له کلونو راهیسې د طالبانو تر محاصرې لاندې وه.

پرون «پنجشنبه» د غزني ولایت د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد او د بهرنیانو عمومي قومندان سکاټ مېلر هم یاد ولایت ته تللي و، اسدالله خالد ويلي و، دې ولایت کې به د ښار له څنډو د ولسوالۍ تر کلیو «عملیات» پیل کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د