ارګ: «اوس» مو «لویه جرګه» لومړیتوب دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰وری، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې قطر کې کېدونکې بین الافغاني ناسته لغوه شوه، ارګ ویلي «اوس» ورته د لويې جرګې جوړېدل لومړیتوب لري.

د ارګ د ویاند یوه مرستیال شاه‌حسین مرتضوي ويلي، د قطر ناستې له لغوه کېدو وروسته «اوس زموږ لومړیتوب د سولې مشورتې لويې جرګې جوړېدل دي.»

هغه له ازادي راډيو سره خبرو کې زیاته کړې ، چې په یاده ناسته کې د ګډونکوونکو د لیست په بدل کې قطر یو بل لیست ورته وړاندیز کړی، چې په وینا يې دا «د افغانانو د ارادې سپکاوی دی.»

وړاندې تر دې هم ګڼو سرچینو حکومت پر دې تورن کړی و، چې په لوی لاس د قطر بین الافغاني ناستې پر وړاندې خنډونه جوړوي او غواړي چې تر مشورتي لويې جرګې يې وروسته کړي.

طالبانو هم د قطر ناستې د لغوه کېدو پړه پر حکومت ور اچولې، هغوی د شپږو مواردو په یادولو سره د پنځم مورد په یوه برخه کې لیکي: « د محترم ملا برادر اخند په مشرۍ د سیاسي دفتر او مذاکراتي ټیم غړو شپه او ورځ خواري وکړه، زغم یې وکړ او تر اخري حده یې په خپل دریځ کې نرمښت و ښود؛ خو داچې د کابل ادارې چارواکو او پټو کړیو دا هڅه له خنډ سره مخ کړه مسئولیت يې هغوی ته راجع دی.»

دا په داسې حال کې دی چې د لويې مشورتې جرګې په تړاو پر خپله د حکومت نیم شریک عبدالله عبدالله هم مخالفت ښوودلی او د دې تر څنګ د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو شپږو نوماندانو ورسره پرېکون اعلان کړی او دا يې د اشرف غني د ټاکنیز کمپاین هڅه بللې.

د جګړې د ختمولو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د قطر ناستې پر لغوه کېدو خواشيني ښوودلې او په خپلو وروستیو ټویټونو کې يې یادونه کړې چې باید تفاهم وشي او په وینا يې له خبرو اترو پرته بله لار نشته.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

کوم دولت چی د عادی تغیراو تبدیل واک او اختیار نلری چی مثال ته ضرورت نسته. دهغه دولت جرګه به څه صلاحیت ولری؟
دع،غ حکومت اوس ځک ته لاس اچوی، او د ژوند اخری سلګی دی.

جميل
میلمه
جميل

د مظمون د سرليک نه داسی ښکاری چی غلام دولت په دا ۲۵۰ کسو ملنډی او ريشخند ووهه چی ګوندی دا مو هسی يو لست جوړ کړی و چی دا خلک به ځی ، د حيرانی خبره خو لا دا ده چی له همدی ۲۵۰ کسو نه به بيا هم داسی ډير مړ سترګی پيدا شی چی د همدی غلام دولت سره چی دوی يی ښه پوره سپک کړي هم دی په مړو سترګو بيا همکاری کوی .

منتقم منګل
میلمه
منتقم منګل

له خلیلزاد نا دومره سپین چرګ مه جوړوی چی تر لاس لاندی اشرف غنی سره د سولی سبوتاژ کی یی مرسته نه وی کړی عوا توره شیدی یی سپینی.