خلیلزاد: له خبرو اترو پرته بله لار نشته

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰وری، ۱۳۹۸ل): د روانې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د قطر ناستې د لغوه کېدو په تړاو ویلي، د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره له خبرو اترو پرته بل بدیل نشته.

هغه تېر ماښام په پرلپسې دوه ټیوټونو کې د ناستې پر لغوه کېدو خواشیني ښوودلې، خو ضمناً يې ټینګار کړی چې باید پر تفاهم هوکړه وشي او خبرې اترې حتمي دي.

هغه لیکلي: «زه له ټولو ګوندونو سره په اړیکه کې یم، خبرو اترو ته يې هڅوم.»

که څه هم حکومت د قطر ناستې لپاره هم د زلمي خلیلزاد پر مستقیم فشار پلاوی جوړ کړ، خو هغه بیا هم د «مرستې» یادونه کړې ده.

خلیلزاد لیکلي، خبرې اترې یو سیاسي حل دی او بدیل نه لري باید پر ګډونوالو ګډه هوکړه وشي «که زما مرستې ته اړتیا وي، زه تیار یم.»

ټاکل شوې وه، چې د قطر ناسته د روانې میاشتې په شلمه پیل شي، خو د حکومت له اړخه د ګډونوالو د لیست پر سر ناندریو د غونډې د جوړوونکو له خوا لغوه شوه او له ګډونکوونکو يې رسماً بښنه وغوښتله.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
7 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

خليلزاده ! ډير منافق ښکاری ، ښه سم په خبر يی چی ولی دا غونډه ونه شوه ، که طالبانو غونډی ته خنډ جوړکړی وای ستونی به دی څيرلی وای چی طالبان له نورو افغانانو سره نه غونډيږی .
زما په اند امريکايانو ته نوری پلمی ندی پاته هغوی نور د دی شکيدلی حکومت د کنټرول توان هم نه لری دا دولت لکه غلبيل سوری سوری دی .
همدا يی وخت دی چی د امريکايانو سره يوازی پرخارجی بعد فيصله وشی بيا افغانان پوه شه او کار يی.

ابونظام خوستی
میلمه
ابونظام خوستی

شه خبره د ده چی طالبان نظامی اهدافو ته متوجی شی
هغه شاعر سا وایي
پریګده چی د زور خبره په زور تمامه شی

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

جمیل صاحب ، زه هم داسی فکر کوم ، چه کرزی او غنی د امریکایانو خره دی څه چه پری باروی هغه پری باروی ، یعنی هغوی د هره خبره او هره کړنه د امریکایانو په دستور او قومانده ترسره کیږی هغوی خپلو کورونو کی د امریکا به اجازه هر ډول شخصی تعاملات ترسره کوی حتی د قضایی مصوینت په ترلاسه کولو د همدغه لوړپوړو چارواکو په کورونو کی اشغلګر اولیت لری . غنی د ماسکو به غونده کی هم لغتی ووهلی به داسی حال کی چه د امریکا سفیر پکی ونده لرله او د قطر په بین الافغانی غونده… نور لوستل »

منتقم منګل
میلمه
منتقم منګل

خلیلزاده دا ټولی نخری په تاسو امریکا کی دی ځان دریمګړی مه حسابوه. امریکی جنګ د افغان ولس سره شروع کړیدی باید د دوی ترمنځ اصلی مساله د اشعال خاتمه اول حل شی، عوا حلاله نه حناک په سر. ولی اوس په فروعی مسایلو ټینګار کوی؟؟؟

مسعود
میلمه
مسعود

ګمان نکوم له دې منافقینو مو ښه ورځ لیدلې وي، د مذاکراتو او د بې واکه خوار حکومت واک هم له دوی سره او بیا دې کوچنی غني د غونډې دلغوه کولو هڅه کوي… یو ګېم يې روان کړی دې مکارو، الله مو دې مل شي.

عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

دغه خلیلرادۍ چه پردی ټینګارکوی چه دحکومت سره دی خبری وسی حکومت څوک دی دامریکالاوډسفیکردۍ دغه خلیلزادۍ چه وایی داشغال ختمول دمیاشتوکارندۍ دکلوکاردۍ آیادۍ صلح غواړی که دامریکاداشغال دټینګیدوکوښښ دهمیشه دپاره کوی- امریکاغواړی دطالبانوموجوده تنظیم مات اوبیرته خپلی پښی ټیګی کی موجوده حکومت اوخلیلزاددامریکاوفاداره سپیان دی هرڅوک چه په دی خبروباور کوی ناپوه اودافغانستادآزادۍ ناسنجیده دښمن دۍ – تاسی ګواه اوسۍ که لدی صلح څخه کمه دکامیابۍ نتجه ووته زه په هیڅ نه پوهیږم – دقرآن کریم له رویه له کفارواومنافقینوسره په جهادکی کلک اوسیږۍ ا لله ډیریادوی ا لله پر صبر ټینګارکړۍ دۍ،زمامشوره خوتنهاجهادۍ لکه روسیه چه وتښتیده امرکاهم… نور لوستل »

Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

The zionist pig playing the victim card.
While they rule the world but they could not perserve peace in afghanistan.