خلیلزاد: له خبرو اترو پرته بله لار نشته

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰وری، ۱۳۹۸ل): د روانې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د قطر ناستې د لغوه کېدو په تړاو ویلي، د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره له خبرو اترو پرته بل بدیل نشته.

هغه تېر ماښام په پرلپسې دوه ټیوټونو کې د ناستې پر لغوه کېدو خواشیني ښوودلې، خو ضمناً يې ټینګار کړی چې باید پر تفاهم هوکړه وشي او خبرې اترې حتمي دي.

هغه لیکلي: «زه له ټولو ګوندونو سره په اړیکه کې یم، خبرو اترو ته يې هڅوم.»

که څه هم حکومت د قطر ناستې لپاره هم د زلمي خلیلزاد پر مستقیم فشار پلاوی جوړ کړ، خو هغه بیا هم د «مرستې» یادونه کړې ده.

خلیلزاد لیکلي، خبرې اترې یو سیاسي حل دی او بدیل نه لري باید پر ګډونوالو ګډه هوکړه وشي «که زما مرستې ته اړتیا وي، زه تیار یم.»

ټاکل شوې وه، چې د قطر ناسته د روانې میاشتې په شلمه پیل شي، خو د حکومت له اړخه د ګډونوالو د لیست پر سر ناندریو د غونډې د جوړوونکو له خوا لغوه شوه او له ګډونکوونکو يې رسماً بښنه وغوښتله.

تبصرې (7)

  • خليلزاده ! ډير منافق ښکاری ، ښه سم په خبر يی چی ولی دا غونډه ونه شوه ، که طالبانو غونډی ته خنډ جوړکړی وای ستونی به دی څيرلی وای چی طالبان له نورو افغانانو سره نه غونډيږی .
    زما په اند امريکايانو ته نوری پلمی ندی پاته هغوی نور د دی شکيدلی حکومت د کنټرول توان هم نه لری دا دولت لکه غلبيل سوری سوری دی .
    همدا يی وخت دی چی د امريکايانو سره يوازی پرخارجی بعد فيصله وشی بيا افغانان پوه شه او کار يی.

  • شه خبره د ده چی طالبان نظامی اهدافو ته متوجی شی
    هغه شاعر سا وایي
    پریګده چی د زور خبره په زور تمامه شی

  • جمیل صاحب ، زه هم داسی فکر کوم ، چه کرزی او غنی د امریکایانو خره دی څه چه پری باروی هغه پری باروی ، یعنی هغوی د هره خبره او هره کړنه د امریکایانو په دستور او قومانده ترسره کیږی هغوی خپلو کورونو کی د امریکا به اجازه هر ډول شخصی تعاملات ترسره کوی حتی د قضایی مصوینت په ترلاسه کولو د همدغه لوړپوړو چارواکو په کورونو کی اشغلګر اولیت لری . غنی د ماسکو به غونده کی هم لغتی ووهلی به داسی حال کی چه د امریکا سفیر پکی ونده لرله او د قطر په بین الافغانی غونده کی خو یی ناولتیا ولاړه.
    خلیلزاد هم دطوطی په شان څه چه ورته امریکایی استخبارات دیکته کوی خلیلزاد هغه تکی په ټکی عملی او تعقیبوی .
    دوی په دی واسطه عامه اذهان مشوش او له هغه څه یی لیری ساتی چه امریکایان یی په اوږدمهالو نخت کی هیلی لری

  • خلیلزاده دا ټولی نخری په تاسو امریکا کی دی ځان دریمګړی مه حسابوه. امریکی جنګ د افغان ولس سره شروع کړیدی باید د دوی ترمنځ اصلی مساله د اشعال خاتمه اول حل شی، عوا حلاله نه حناک په سر. ولی اوس په فروعی مسایلو ټینګار کوی؟؟؟

  • ګمان نکوم له دې منافقینو مو ښه ورځ لیدلې وي، د مذاکراتو او د بې واکه خوار حکومت واک هم له دوی سره او بیا دې کوچنی غني د غونډې دلغوه کولو هڅه کوي... یو ګېم يې روان کړی دې مکارو، الله مو دې مل شي.

  • دغه خلیلرادۍ چه پردی ټینګارکوی چه دحکومت سره دی خبری وسی حکومت څوک دی دامریکالاوډسفیکردۍ دغه خلیلزادۍ چه وایی داشغال ختمول دمیاشتوکارندۍ دکلوکاردۍ آیادۍ صلح غواړی که دامریکاداشغال دټینګیدوکوښښ دهمیشه دپاره کوی- امریکاغواړی دطالبانوموجوده تنظیم مات اوبیرته خپلی پښی ټیګی کی موجوده حکومت اوخلیلزاددامریکاوفاداره سپیان دی هرڅوک چه په دی خبروباور کوی ناپوه اودافغانستادآزادۍ ناسنجیده دښمن دۍ - تاسی ګواه اوسۍ که لدی صلح څخه کمه دکامیابۍ نتجه ووته زه په هیڅ نه پوهیږم - دقرآن کریم له رویه له کفارواومنافقینوسره په جهادکی کلک اوسیږۍ ا لله ډیریادوی ا لله پر صبر ټینګارکړۍ دۍ،زمامشوره خوتنهاجهادۍ لکه روسیه چه وتښتیده امرکاهم باید دغسی وتښتی کامیابی نژدی ده که بیایوګلبدین نسوپیدا.

  • The zionist pig playing the victim card.
    While they rule the world but they could not perserve peace in afghanistan.