باعزته سوله څه مانا؟

پوهاند محمد اسماعیل یون

کله چې يو څوک نه غواړي، يو کار ترسره کړي، نو د هغه پرضد بيا بېلابېل دلايل او پلمې لټوي. اوس د سولې لپاره هم قيدونه او شرطونه وړاندې کېږي. سره له دې چې جمهور رييس غني ويلي وو، د سولې لپاره سر ورکولو ته هم تيار دی او طالبان هم بايد له قيد او شرط پرته سولې ته غاړه کېږدي، خو اوس چې سولې ته د امريکايانو او طالبانو د تمايل څرک لګېږي، تر ټولو دمخه ډاکټر غني د سولې پر وړاندې داسې قيدونه او شرطونه وړاندې کړي چې د اندازې او معيار معلومول يې اسانه کار نه دی. ((باعزته)) او ((دايمي)). دا هغه کلمې دي چې د (سولې) تر نوم او اصطلاح د مخه کارول کېږي او د هغې څرنګوالی تشريح کوي. په پښتو کې (صفت) او (قيد) تر نوم دمخه راځي او د هغه نوم حالت تشريح کوي.

Ismayel-Youn

پوهاند محمد اسماعیل یون

دلته ((باعزته)) او ((دايمي)) دواړه هغه توصيفي قيدونه دي چې د (سولې) راتلونکی څرنګوالی تشريح کوي او د هغې لپاره قيدي الزامات برابروي. په دې مانا چې که له ((سولې)) څخه دا ((باعزته)) او ((دايمي)) صفتونه او قيدونه لرې کړو، نو يوازې ((سوله)) پاتې کېږي، خو دا ډول سوله بيا د غني او ګډوله حکومت په مزاج برابره نه ده.
اوس چې د سولې لپاره دا ډول قيدونه وړاندې کېږي، راځئ چې دې بل طرف ته هم دا ډول قيدونه وړاندې کړو: باعزته دولت، باعزته حکومت، باعزته قضايه قوه، باعزته پارلمان، باعزته ولسمشر، باعزته مرستيالان، باعزته سياسي ګوندونه، باعزته ټاکنې او نورې باعزته باعزته تقاضاوې.

اوس که له ولسمشر څخه وپوښتل شي چې ته او وجدان دې چې ګډوله حکومت باعزته دی؟ پر اساسي قانون پښه ايښودل باعزته کار و؟ لومړی مرستيال دې باعزته دی؟ محقق او د ګډوله حکومت نور ارکان دې باعزته دي؟ تېرې ټاکنې چې دې وکړې هغه باعزته وې؟ ټاکنيز کمېسيونونه باعزته وو؟ دغه هيئت چې قطر ته دې ټاکلی و، دا ټول باعزته اشخاص وو؟ دغه تنظيمي مشران چې کابل يې وران کړی او اوس د سولې شورا او پخلاينې شورا په راس کې دي، دا ټول باعزته او پاک نفسه خلک دي؟ دا تېر پارلمان چې ستاسو په حاکميت کې يې خپل عمر وغځاوه، دا باعزته و؟ او نور ډېر بې عزته اشخاص چې اوس د باعزته خلکو په نامه مسمی دي، دا ټول په حقيقت کې باعزته دي؟؟؟ نو د خدای (ج)، رسول الله (ص) او د دې مظلوم ملت په خاطر د سولې لپاره قصدي او نا قصدي قيدونه مه جوړوئ، ټول پر دې پوهېږي چې له دې ډول قيدونو او بندونو څخه اصلي موخه څه ده؟ اوس هم وخت شته، فکر وکړئ، ستا عزت او عفت د دې ګډوله او وراسته حکومت په تداوم کې نه دی، ستا عزت په سوله کې دی. تا ته دوه ستر مسوليته درپه غاړه دي، يو دا چې د دې وراسته، چينجن او ګوزڼ وهلي حکومت درمل وکړې؛ پر يو پاخه او مستحکم حکومت يې بدل کړې، په خواشينۍ سره چې په دې برخه کې دې ډېر وخت او فرصتونه له لاسه ورکړي او دويم مسوليت دې دا دی چې د سولې او ثبات لپاره ګامونه پورته کړې، دا دويم کار کې هم ستا ګټه ده، هم د ملت، هم د وطن او هم د خدای (ج) او د هغه د رسول (ص) رضايت په کې خوندي دی.

اوس ستا پر اوږه د هېواد قسم خوړلو دښمنانو ټوپک ايښی، ستا له شا د سولې پر نويو ټوکېدلو غږونو ډزې کوي. حقيقت دا دی چې د حکومت غوښنه برخه اوس هم د جګړه ییزو تنظيمونو او په تېره بيا د اسلامي جمعيت او نظار شورا په لاس کې ده، هغوی هېڅکله سوله نه غواړي، که ته سوله د عبدالرب رسول سياف، يونس قانوني، حاجي محقق، کريم خليلي، امر الله صالح او نورو له ليدلورو ګورې، نو دا ليدلوري خو د هغوی له ماضي سره تړلي او مستقيماً د جګړې د اور بټۍ ته رسي، که حافظه لرې هغه ورځې دې هم راپه ياد کړه چې امرالله صالح د عبدالله عبدالله لپاره سرسخته کمپاين کاوه او ما (يون) ستاسو لپاره، هغه په پښتونستان واټ کې ستا پر ضد د مظاهرې اورپکی ګډونوال و او زه ستا په پلوۍ د کابل په يکه توت او هوتخېلو کې، هغه به له خپلو ټلوېزيونونو څخه ستاسو پر ضد نشرات کول او ما به له خپلو ټلوېزيونونو ستا په ګټه، هغو به نامتمرکز او پاشلی حکومت غوښته او موږ به يو قوي او مرکزي حکومت، هغو به ته فاشېست او يهودي ګڼلې او موږ به يو ملتپال، هغوی درباندې يو ګډوله ائتلافي حکومت ومانه او موږ د يو بشپړ انتخابي حکومت پلويان وو. دا دی هغوی بېرته د حکومت او قدرت برخه شول او موږ له حکومته بهر پاتې شولو، دا يو مثال مې يوازې د غني د متضادو حرکتونو او قضاوتونو د تمثيل په خاطر لوستونکو ته وړاندې کړ.

اوس يو ځل بيا د نظار شورا کرکترونه چې د حکومت نيمه برخه يې د عبدالله په وجود کې اشغال کړې ده او اوس د غني په پوټکي کې هم ننوتي، غواړي د غني د ناثباته فکري او احساساتي جوړښت له امله د غني له ادرسه پر سولې او د سولې پر بهير ګوزار وکړي. هم غني د تاريخ کندې ته ټېل وهي او هم افغانستان يو ځل بيا د تېرو کلونو جګړه ييز حالت ته بوځي، نو ځکه خو هم پر غني او هم د هغه پر شاوخوا پر څو تنو ملتپالو حکومتي اشخاصو او هم پر عام افغان ملت غږ کوم چې ټول د سولې بهير ته ودانګئ، هم غني وژغورئ، هم حکومت له مافيايي کړيو خلاص کړئ او هم هېواد وژغورئ، سوله راستنه کړئ، سوله په هېواد کې د زرو مرضونو علاج دی.

سوله غني له فکري بې ثباتۍ ژغورلای شي، سوله انتخاباتي ټکټونه د نظارشورا له يرغملۍ خلاصولای شي. سوله ازادو ټاکنو ته لاره برابرولای شي. سوله د اقليتونو د حقوقو د مدعيانو د ناوړه باج اخيستلو مخه ډب کولای شي. سوله غني د عطاء محمد نور او دين محمد جرئت له پټکو ژغورلای شي، سوله د طالبانو پوځي زور ختمولای شي، سوله په نرمۍ لکه اوبه د اور سزا ده، سوله کې عزت دی، سوله کې بيا رغونه، پرمختګ او نوې جوړونه ده. لنډه دا چې سوله هغه څه کولای شي چې نور يې هېڅ ډول وسايل او دلايل نه شي ترسره کولای.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
8 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
بې اړېکي
میلمه
بې اړېکي

يون، ازمون، غفور لېوال او د دوی غوندي نورو د طالبانو د قدرت په وختو کې د هغو ثناخواني کوله، ان د هغو په مدح کي يې شعرونه ويل، خو چې د امريکې د اشغال باد را والوت بيا يې تر اوسه خپل غنم د هغو او د هغو د ګوډاګيانو په باد بادول. اوس چې په ګران هيواد کې د سولې او واک ته د طالبانو د بيا رسېدو باد را الوتی دی دې اپرچونيستانو بيا دغسي خبري پيل کړي دي. دغسي کسان هره خوا چې باد وي خپل غنم په بادوي او ځانونه ور سره عياروي او کله… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

خبره د پورته لیکنی په حقانیت یا نه حقانیت کی نه ده نغښتې بلکه خبره داده: هغه سوله باعزته وی چي ضد ( جګړه) ئې هم باعزته وی.تاسی وګوری د دواړو خواوو ړندو او بعضاً ناځوانمردانه پوځی عملیاتو ته ، آیا یوه ملی- میهنی وسله واله مبارزه داسی وی؟ بلی افغانان آبرومندانه او عزتمندانه سوله غواړی خو ددې ( عزتمندانه) سولی د تعریف صلاحیت باید یوازی او یوازی د وولس سره وی. وولس هم ښه مدبر حکومت غواړی او هم ډوډۍ او کالی او کور او عزت غواړی.د ( کور،ډوډۍ،کالو) شمائل د ثور د غوبل پواسطه په ژیړ رنګ ولړل… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

حضرت خانه یو بل ځای مې هم ستا لیکنه او تبصره ولوستله که خپه کیږې نه ،ګرانه ستا خبرې هغه دخلقیانو په اصطلاح یوايډیالیزم دی چې دهغوی په ایډیالوږي کې یې هیڅ ځای نه لاره ، ته حقیقت نه وایې ! ته د اشغالګرو او دهغوی د مذدورانو پلوي کوې ! مناقشه به نه زیاتومه ستا درې واړه خبرې حقیقت نلري : ــ ته طالب د پنجاب غلام او مذدور بولې ! نو چې داسې دی دا دامریکې تړون د افغان له فاسد دولت سره د څه لپاره دی ؟ ایا دملت او دطالب د سرکوبي لپاره ده او که… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

غ. حضرت صاحب جګړه د دوه لوریو تر منځ ده،،، یو لوري ته اشغالګر امریکایان او د دوی تحت الحمایه ګوډاګیان دي او بل لوري ته په مطلق ډول مقاومت. ایا د امریکایانو اشغال سپېڅلی او جایز دی؟؟؟ ایا د امریکایانو ګوډاګی اداره سپېڅلتیا او قانونیت لري؟؟؟ که د پورته پوښتنو ځوای (نه) وي نو د مقاومت لوری سپیځلی او عملکرد یې د واجباتو په پولو کې جایز کار دی،،، ځکه د اشغال خاتمه او د ګوډاګیانو محوه کول غواړي،،، دا وضاحت مې تاسو ته نه بلکه د هغه لوستونکو لپاره وکړ چې تاسو یې په خپل اند د ګمراه… نور لوستل »

غمی،پښتین.
میلمه
غمی،پښتین.

جوړ تازه. با عزته سوله نا ممکنه ده.راځی چه بی عزته ،سپکه،سوله وغواړو، هغه داسی چه ، سوله د پاکستان او امریکا په لاس کی ده،راځی چه پاکستان او امریکا ته په نڼوتی ورشو.پسونه ورته حلال کړو،زاری ورته وکړو.او سوله ورڅخه وغواړو.د دی ته وایی بی عزته سوله. که چیری پاکستان او امریکا ونه ومنله،بیا نو اسراییل ته به ورځو،اسراییل بیا د پاکستان او امریکا دواړو بادار دی.دی ته وایی سپکه سوله، سپکه بی عزته او با عزته هیڅ معنی نه لری،افغان قوم سوله غواړی،به یی په سپکه پسی ګر ځی او نه یی په بل څه پسی، هر څوک… نور لوستل »

عظیمی
میلمه
عظیمی

یون صاحب سلام ـ؛ ستا لیکنه می دوه دری ځله د نظر څخه تیره کړه يو مطلب دی د پامه اچولی دی هغه د ترمپ دوباره انتخاب دی. هغه او د هغه دار اودسته منجمله ستا شاغلی ناثباته فکری مفتکر او د قدرت معتاد هم ددی پلان یوه برخه ده. هغه [ترمپ] اوس د امریکا پر خلګو ځان د صلحی د کفتری په شان غواړی خرڅ کړی. شمالی کوریا یی غوښته و غولوی. کامیاب نه شوو. نو اوس غواړی د صلح کریډیت په افغانستان کی تر لاسه کړی. او دا د صلح پروسه تر هغه وخته و شاربی چه دی… نور لوستل »

Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

یون صیب زه خبر شم چه ستاسی میرمنه د اپوزیسون یعنی د طالبانو په نوملڔ کی ده او خپله د پوزیسون په ډله کی شامل یاست. وایی اوش تا چا ویل وه چه سټ دی ولی کوږ دی نو په ځواب کی ویلی چه کوم ځای می سم دی چه د خپل سټ غم وخورم. په افغانستان کی د سیاسیون بی ثباتی لوی مرض دی زمونژ سیاسیون ملی ثبات نه لری نو ځکه د افغانستان جگڕه هم دومره وغځیده. سیاسیون مو کله چه په قدرت کی وی سوله نه غواړی خو کله چه د قدرت څخه را وغورځی نو بیا… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

زما په اند: سوله دننه به هیواد کی د قومونو، ګوندونو او یامذاهبو او نورو ترمنخ وی . کله جه خارچی هغه قوه چه په زررونو میله لری یرغل کوی او هیواد اشغالوی، د سولی په ځآی د خپلواکی اخستلو ضرورت دی . زمونږ هیواد اشغال او ناوړه فاسده او غلامه اداره یی پرمونږ تپلی، اوله کی یی خپله او اوس مو په هغه عسکرو ، پولیسو او ملیشو وزنی چه امریکایانو استخدام ، کړی روزلی، تمویل، تجهیز او د هغوی د پلانو او قوماندی له مخی طمونږ بی ګناه او بی دفاع مظلوم اولس وژنی. مږنږ ولی وژنی؟ ځکه… نور لوستل »

انجینر بختور منګل.
میلمه
انجینر بختور منګل.

جوړ په خیر.
بی عزته مرګ ښه فراوان دی.سوله څرک تر اوسه نشته.د بی عزته مرګ لپاره دوه عملیات خالد او الفتح په درز سره راوان دی.
د باعزته سوله لپاره څه چه .د سپکی،بی عزته سوله لپاره هیڅ کوم عملیات نشته.
د دنیا ټول خلک نعری سری وهی چه سوله وکړی.
کافران هم فکر کوم په زړه کی نرم شوی د سوله نعری وهی،
خو د افغان ولس او د سوله دښمن نه الله ج منی .او نه یی والصلح بالخیر امر.

هارون
میلمه
هارون

د ښاغلي یون لیکنه په تله برابره او منطقي ده. له بده مرغه یو شمېر کسان په پچه ولاړ او کشمیر ویني او یو شمېر نور بیا باد ګزوي. اوس باید په ډېر مهارت او تدبیر سره ښاغلی غني وهڅول شي تر څو د سولې د تامین لپاره ګټور او رغنده ګامونه پورته کړي. په دې عمل کې تر ټولو پخپله طالبان ښه او رغنده رول لوبولی شي. طالبان دې په خصوصي توګه، د شر اوفساد او د جنګسالارانو د شتون پرته د ولسمشر غني سره اړیکې ټینګې کړي او هغه مهم مسائل دې سره حل کړي. که دا د… نور لوستل »