کای ای ډي: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی ځانګړی استازی

کای آی ډي: افغانان به کله متحد شي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۳۰ وری، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت «یوناما» پخواني مشر پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې افغانان په هر څه کې اختلاف لري، دوی به کله د افغانستان پر راتلونکي باندي متحد شي.

نوموړي د قطر بین الافغاني غونډې پر ځنډ خواشیني څرګنده کړې او ویلي يې دي چې دا د سولې په پروسه کې یو بل شاتګ دی.

کای آیډي لیکلي چې د اونیو څخه د غونډې لپاره ترتیبات روان وه، حتیړ یوه ورځ تر مخه داسي څرګنده نه وه چې غونډه به د خنډ سره مخ کيږي، خو د کابل حکومت له لوري چې د ۲۵۰ کسانو لست وړاندي سو، غونډه د غیر یقیني حالت سره مخ شوه.

نوموړي ویلي، د افغانانو په منځ کې ډیر اختلافونه شته، د انتخاباتو په اړه، د سولې په اړه، او پر ډیرو نورو مهمو موضوعاتو باندي. «دوی به کله د افغانستان پر راتلونکي باندي یو موټي کېدل زده کړي».

باید وویل شي چې نوموړی دغه پيغور په داسي وخت کې افغانانو ته ورکوي، چې تازه د قطر له لوري بین الافغاني غونډه د افغان حکومت له لوري لغوه کړل شول او هغې الوتکې ته یې اجازه ورنه کړه چې د کابل څخه به یې افغانان قطر ته رسول او د طالبانو سره به یې مخامخ کښېنول.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کابل حکومت له لوري د غونډې لغوه کول د سولې ضد هڅه وبلله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د