افغانان د دوحې ناستې ځنډېدل؛ ستره ضایعه بولي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۳۱ وری، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې؛ د ګډ حکومت له منځه د ګډونوالو په سر اختلافات د «دوحې» ناسته وځنډوله؛ د افغانانو په شمول بیلابیلو جهتونو د یادې ناستې ځنډېدل د سولې په برخه کې ستره ضایعه ګڼلې.

د طالبانو د نظام پخوانی چارواکی «ملا عبدالشکور» وايي « متاسفانه؛ د دوحې غونډه وځنډول شوه ځکه دلته ځينې اشخاص د سولې له راتګ وېره لري».

سیاسي فعال او شنونکي نظر محمد مطمئن طلوع نیوز ته وویل « د دوحې ناسته قصدي وځنډول شوه، کابل کولای شوای له قطر سره د ګډونوالو په سر یوې هوکړې ته ورسېږي مګر ونشول، دا ډول کارونه ښيي چې افغان حکومت سوله نه غواړي او امریکا هم په دې برخه کې رښتینې هڅې نه کوې».

د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند هم ورته نظر لري؛ د نوموړي په وینا؛ د قطر تر غونډې وروسته په پام کې وه څو د بین الافغاني ناستو بله یوه یې په سمرقند کې وشي مګر د دوحې د ناستې له ځنډ وروسته شاید هغه ناسته هم وځنډېږي.

په دې سربېره ګڼو بهرنیو چارواکو هم د یادې ناستې په ځنډ خواشینې څرګنده کړې، د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د یادې ناستې ځنډ «ناهیلی کوونکی» بللی او ادعا یې کړې که چېرې له نوموړي مرسته وغوښتل شي دی به تر خپله وسه هڅه وکړي.

همدا راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت «یوناما» پخواني مشر «کای ای ډي» په خپله فسبوک پاڼه باندې د ناستې ځنډ ته خواشیني ښودلې او پوښتلي یې دي چې افغانان به اخر کله سره متحد کېږي؟

یاده دې وي چې؛ د قطر بین الافغاني ناسته چې تمه وه د رواني میلادې میاشتې په ۲۰ او ۲۱ نېټه ترسره شي وروسته له هغه له ځنډ سره مخ شوه چې؛ د ګډ حکومت او د ناستې د کوربنو تر منځ د ګډونوالو په سر اختلاف پیدا شو.

طالبانو د یادې ناستې د ځنډ په تړاو خپره کړې اعلامیه کې ګډ حکومت د یادې ناستې په ځنډولو تورن کړ او ادعا یې وکړه چې؛  یاده ناسته د افغانانو د شخصي نظر اورېدلو لپاره دایره کړل شوې وه خو حکومت غوښتل په قصدي ډول یاده ناسته د  طالبانو او ګډ حکومت تر منځ د«مذاکراتو» په ناستې بدله کړي.

بل لوري ته ګډ حکومت بیا ادعا درلوده چې؛ د قطر له لوري ورته غیرمتوازن لست لېږل شوی وو او ددوی د خوښې وړ استازو پکې شتون نه درلود چې له امله یې ناسته وځنډول شوه.