عمران او د سرطان ناروغ ماشوم پېښور کې د شوکت خانم ميموريل روغتون پرانسته کوي

عمران خان؛ افغانستان کې د «سرطان» روغتون جوړولو ته هوډ کړی

نن ټکی اسيا (شنبه، ۳۱ وری، ۱۳۹۸ل):د پاکستان لومړي وزیر «عمران خان» وايي؛ که امکانات برابر شي په افغانستان کې د «سرطان» روغتون جوړوم.

عمران خان چې تېره ورځ یې د پاکستان د «سرطان» له ستر روغتون «شوکت خانم» څخه لیدنه کوله هلته د افغان ناروغانو سره په لیدله کې وویل؛ د شوکت خانم له ادارې به وغواړم چې « که امکان وي په افغانستان کې دې د سرطان روغتون جوړ کړي».

نوموړي دا خبرې هلته د موجود افغان ناروغ د غوښتنې په ځواب کې وروسته له هغه وکړې چې؛ ناروغ ورته وویل « افغانستان کې د سرطان لپاره روغتون شتون نه لري موږ هیله لرو ته به هلته یو روغتون جوړ کړې».

یو بل سپین ږیري افغان ناروغ چې لور یې دوه ځلې په یاد هسپتال کې درملنه کړې وه وویل « ستاسو له برکته زما د لور دوه ځله عملیات وشو او نسبي روغه شوه».

یاده دې وي چې؛ په افغانستان کې په معیار برابرو درملو او مسلکي ډاکټرانو نشتون ددې لامل شوی چې افغان ناروغان په ستونزمنو لارو د پاکستان تر روغتونونو ولاړشي، شوکت خانم هم یو د هغو روغتونونو له ډلې څخه دی چې؛ په ځايي خلګو سربېره زیات شمېر افغان ناروغان درملنې ته ورځي، یاد روغتون په ۱۹۹۴ م کال کې د پاکستان د اوسني لومړي وزیر «عمران خان» له لوري جوړ شوی چې د مصارفو زیاته برخه یې د خیریه کسانو له مرستو برابرېږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
انجینر ظفرخان
میلمه
انجینر ظفرخان

ښاغلی عمران خان دی د سرطان روغتون د جوړیدو په عوض په لوګر کی حوزوی روغتون چی د پاکستان د دولت په مالی مرسته جوړیږی او ساختمانی چاری یی له تیرو ځه باندی ۱۲ کلونو را په دی خوا روانی دی مګر تراوسه هم ۱۰۰ سلنه نه دی تکمیل شوی، تکمیل دی کړی، فکر کوم پاکستان نه شی کولی داسی پروژی تمویل کړی ځکه دوی خپله په فقر کی راګیر دی خو بیا هم که غواړی چی په ځان فشار راوړی نو دغه روانه پروژه دی یو ځل تکمیل او بیا دی بله شروع کړی.