د دوحې غونډه ولي سبوتاژ کړای شوه؟!

په مسکو کې د طالبانو او افغانستان د سياسي استازو ترمنځ د افغانستان د سولې په اړه غونډه. فبروري ۵-۶

بالاخره په دوحه کې د افغان سولې په اړه د بین الافغاني تفاهم ترعنوان لاندې غونډه تر جوړیدو وړاندې لغوه کړل شوه .
که د یادې غونډې لپاره وربلونکي برخوال د اوږدو لیستونو له مخې ورغلي وای او که د لنډو خو د هغې جوړیدل د سولې او د بین الافغاني تفاهم لپاره یو ښه فرصت و.
کاشکی دا فرصت نه وای ضایع شوی، ځکه کیدای شوای په هغه کې د افغانانو ترمنځ په داسې څه توافق شوی وای چې د هغوی ترمنځ یې د اختلاف او بیلتون فاصلې کمې کړې وای.
د طالبانو او امریکایانو ترمنځ روان مذاکرات که څه هم چې فعلي موثریت یې صفر دی خو په راتلونکي کې د جګړې د پایته رسیدو نښې تري ښکاري.
له دغو رسمي مذاکراتو سره په څنګ کې خپله د افغانانو د خپلمنځي تفاهم په غرض د دوحي غونډې په څیر ناسته یوه غوره وسیله وه چې په مثبت ډول تري استفاده کیدای شوای.
د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د مذاکراتي یهیر له پیله طالبانو له هغه سره مثبت تجاوب لرلی چې په ترڅ کې یې یو لړ مثبتې پایلې هم تر لاسه کړې ، د مسکو لومړی او دوهم کانفرانس ، د ازبکستاني چارواکو قطر ته ورتګ او د ملګرو ملتونو له تورلیست څخه د طالبانو د مذاکراتي ټیم د نومونو وتل.
خو ګډ حکومت بیا د طالبانو برخلاف په دیپلوماتیکې او پوځې برخې کې له یوې مطلقې سیاسي انزواء سره مخ دی.
له سیاسي انزواء سره ځکه مخ دی چې هغه امریکایان چې له تیرو اتلسو کلونو راهیسي یې ورباندې پانګونه کوله نن تر ټولو لومړی ورته هغوی شا ورګرځولې ده.
له طالبانو سره په مذاکراتي بهیر کې د حکومت بي اعتناء پریښودل او د ولسمشر په امنیتي سلاکار حمد الله محب د امریکا د بهرنیو چارو وزارت توندې نیوکې او له امریکايي ویزې څخه د نوموړی محرومول هغه څه دي چې د واشنګټن او کابل ترمنځ د رامنځته شوې سیاسي انزواء کچه تري ښه جوتیدای شي.
ګډ حکومت له دغې سیاسي انزواء څخه د وتلو لپاره داسې لارې چارې په کار اچولې چې وکړای شي د افغانستان په قضیه کې خپل موثریت باندې ثابت کړي.
هغوی تر اوسه په دې لاره کې دوه ګامونه اخیستي چې لومړی هغه یې د دوحې غونډې سبوتاژکول او دوهم د مشورتې لویې جرګې رابلل دي.
خو دا دواړه داسې ګامونه دي چې په سیاسي لحاظ د دوی لا پر شاتګ ثابتوي او د ولس او نړیوالوله لوري ورباندې په هیواد کې د سیاسي او امنیتي بي ثباتي د غزولو الزام لا زیاتوي.

تبصرې (2)

  • افسوس چی دا پیژندل شوی خائنانو ته دی پلان شوی درواغو صلحی لپار دومره اهمیت ورکول کیږی او بیا ډیر افسوس دی چی د ځینو منورینو سترګی وروسته له یو څلویښت کاله دداسی خائينانو څخه د هیلی توقع بیا هم لری ، دی مردودو کسانو هیڅ وخت بی له بادارانو هدایت او امر څخه ادنا ترین جرأت د ابتکار دملت په ګټه نه توان درلود او نه ددی اجازه لری!!!

  • نن ولی د افغانستان نوم په نڔی کی د Absurdistan په نامه مشهوره شوی ده دا ځکه چه په افغانانو کی سیاسی شعور کم دی.
    سیاسیون مو سیاسی شعور نه لری او که ځنی سیاسیون مو لږ څه سیاسی شعور هم لری خو بیا خپلو شخصی گټوته پر ملی گټو باندی ترجح ورکوی.
    د ملی گټو مدافعین کم دی صرف ملی سوداگران پکی خپله خاصه ونډه لری.
    ملی سوداگران پر ملت باندی تجارت کڕی او د گډو په شان په مارکیت کی خرڅوی.
    Ghani is just a scape goat اصلی اختلافات په واشنگتون کی دی.
    د دیمکراتانو او د جمهوری خواه تر منځ اختلافات او په ضمن کی د بین الملی معافیو کڔیو تر منځ اختلافات د افغانستان خاوره یی د جگڔی ډگر گرځولی.
    یعنی نور ملکونه سیاست کڔی او افغانان د یوی الی په توگه د دغه ناروا جگڔی قربانیان شوی دی.
    The great game کله چه معافیوی ډلی پاکستان ته 50 ملیارده ډالری ورکوی او افغانستان ته هم ډالری ورکوی نو پوه شی چه چل ول دی او د سر د پاسه سر دی او د کاسی لاندی نیم کاسه ده او لوبه لوبه ده چه د افغان پر مظلوم ملت باندی تحمیله شوی ناروا جگڔه ده.