
لويه ربه: عبيدالله علم
عبيدالله علم
سوله غواړو ربه ته وکړه کرم
چې نور تويه نشي وينه په هر دم
يرغلګر زموږ له پاکې خاورې ورک کړه
د قدرت تږي په سمه لار کړه سم
دوی له حاله د ملت کله خبر دي
نه لري کور کې يتيم او نه بل غم
دوی جګړو کې خپلې ګټې خوندي کړي
غورځوي په ولس شپه او ورځې بم
د ظالم بچيان کړه مړه او دوی معيوب کړه
چې شي پوه د مظلومانو په ماتم
زه علم کومه تل د سولې هڅی
دا وېشلی قام مې ټول کړه سره جم