هلمند؛ سنګین کې د شپنیو عملیاتو ترڅ کې د وژل شویو ملکیانو د جنازې مراسم

غزني؛ چاپه کې ولس ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۳۱ وری، ۱۳۹۸ل):د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ په خاټکو او لونګ کلیو باندې د ګډو  ځواکونو په چاپه کې عامو خلګو ته دروند مالي او ځاني زیان اوښتی.

د سیمې د اوسیدونکو په وینا؛ ګډو ځواکونو له لوري نهه ورځې مسلسله په یادو کلیو چاپه روانه وه چې په پایله کې یې ۹ ملکیان وژل شوي، ۵ ټپیان او ۸ نور ګډو ځواکونو له ځانه سره وړي.

د ځايي اوسېدونکو له قوله؛ ګډو ځواکونو د تلاشۍ په مهال له کورونو څخه په زیاته اندازه پیسې، سره او سپین وړي او د ۲ شخصي موټر او ۲۰ موټرسایکل یې سوځولي.

همدا رزا په یاده چاپه کې د تېلو له یوه پمپ څخه ۶۰۰ لیتره تیل وړي او د خلګو شمسیانې یې تخریب کړې.

نن ټکی اسیا ته یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل؛ چې یادې چاپې ته ۲۱ الوتکې راغلې وې او په مستقیم ډول د ګډ حکومت د دفاع وزیر «اسدالله خالد» له لوري رهبري کېده.

د سرچینې په وینا؛ چاپې ته په راغلیو ځواکونو باندې د ناوې په خواجه خیلو او ګیلان کې د طالبانو له لوري برید وشو چې درې ټانګونه پکې په ماین والوزل شول او ګڼ شمېر عسکر پکې مړه  او ټپیان شول چې وروسته د الوتکو په مټ له صحنې پورته کړل شول.

بل لوري ته د ګډ حکومت دفاع وزارت بیا ادعا کوي چې؛ په یادو بریدونوکې یې ۴۰ طالبان وژلي او ۲۱۰ میله وسلې لاس ته ورغلې

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د