ورځپاڼه: فاسد حکومت په افغانستان کې د امریکا «لاسته راوړنه» ده!

نن ټکی اسيا (شنبه، ۳۱ وری، ۱۳۹۸ل):له امریکا خپرېدونکې مشهورې ورځپاڼې «واشنګټن ایګزیماینر» په خپله نننۍ ګڼه کې په افغانستان کې د امریکا نظامی حضور او په دې هیواد کې د امریکا د اوولس کلنې جګړې لاسته راوړنو ته کتنه کړې.

ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايي فوځ ستره پانګونه او هلته د یوه فاسد او د خپلویو په رابطو ولاړ حکومت د امریکا د لاسته راوړنې په توګه یاد کړی.

ورځپاڼه وړاندې زیاتوي ؛ نور هیڅ اړیتا نشته چې امریکايي چارواکي په افغانستان کې د فوځیانو شتون د امریکایانو د خوندي پاتې کېدلو لپاره پلمه وګرځوي ځکه که په افغانستان د امریکا په نظامي حضور  امن راتلای دا کار به ډېر وړاندې شوی وای او اوس به افغانستان امن وای.

د ورځپاڼې په باور؛ په افغانستان کې شته نظامي ډلې د امریکا کورني امنیت ته هیڅ زیان نشي اړولای نو ځکه باید امریکايي ځواکونه له افغانستان را وایستل شي.

ورځپاڼه همدا راز د امریکايي ځواکونو د یوه افسر له خولې لیکي چې؛ موږ په افغانستان کې د امریکايي او متحدو ځواکونو شتون د تروریزم د مخنیوي او د القاعده او داعش د مخنیوي په برخه کې بریالی نشو بللای.

یاده دې وي چې؛ په دې وروستیو کلونو کې په امریکا کې د افغانستان د جګړې او دلته د امریکایانو د شتون مخالفین ډیر شوي او تر نیمايي زیات امریکایان هیله لری څو حکومت خپل فوځونه بیرته امریکا ته راولي.

د امریکا اوسنی ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» هم د افغانستان د جګړې له منتقدینو څخه پاتې شوی، نوموړی دې جګړې ته د «ناپایه» کلمه کاروي او په ولسمشریزو ټاکنو کې یې له امریکایانو سره ژمنه کړې وه چې؛ د افغانستان جګړه به پای ته رسوي.