افغانستان

کابل ښار کې له چاودنې وروسته ډزې روانې دي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۳۱ وری، ۱۳۹۸ل): د کابل ښار په پښتونستان واټ او ماليې وزارت ته نژدې چاودنه شوې او له هغې وروسته د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

له سيمې څخه عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي دي چې له چاودنې وروسته ډزې پيل شوي دی خو د پيښې دقيق ځای تر اوسه نه دی معلوم شوی.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي هم چاودنه او ډزې تائيد کړي دي خو د پيښې په اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

د پيښې په اړه د نورو جزياتو له پاره له موږ سره اوسئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

د کابل د لاسپوڅی اداری سره باید وویل شی او ولیکل شی چه [[ فاسده ، ناوړه او غلامه اداره ] د نوم کمول کمول او یا بدلول ناسمه کار دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x