ارشيف انځور

ننګرهار: له ډرون وروسته دولتي ځواکونه شېرزادو ولسوالۍ کې پر جنازو توغنديز بريدونه کوي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۳۱ وری، ۱۳۹۸ل): تېره شپه د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ مرکيخلو سيمه کې د هوايي بريد پر مهال د ځينو طالبانو سربېره ګڼ ‏شمېر ولسي خلک وژل شوي وو او اوس يې حکومتي عسکر جنازې ته پر راټولو شوو خلکو توغنديز بريدونه کوي.‏

د مرکيخيلو سيمې يوه اوسېدونکي نن ټکی اسيا ته وويل، چې د امریکايي الوتکو په بريد کې د وژل شوي ديني عالم شيخ محمد عالم او نورو ‏کسانو جنازې لپاره خلک راټول شوي، خو امریکايي بې پيلوټې الوتکې پر خلکو برید وکړ او تر هغه وروسته له د خوږياڼو د ولسوالۍ له لوري د جنازې پر خلکو د هوان ‏بريدونه کيږي او خلک جنازې ته نه پرېښودل کيږي.‏

د سيمې خلک وايي، څوک يې غږ نه اوري او حکومتي عسکر پر عامو خلکو بریدونه کوي.‏

بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې د ولسي وګړو په کورونو هوايي بريدونو او چاپو کې ګڼ شمير ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي او له هغې وروسته يې ډیری وخت په جنازو او فاتحو هوايي بريدونه هم کيږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د