نظر محمد مطمئن: د سولې هڅو په وجه له امنيتي ننګونو سره مخ يم

نن ټکی اسيا (شنبه، ۳۱ وری، ۱۳۹۸ل): د سولې فعال او سياسي شناند نظر محمد مطمئن وايي چې د سولې د داعيې په اړه له امنيتي ګواښونو او ننګونو سره مخ يم.

نوموړي په کابل کې ویسا ورځپاڼې ته ويلي دي چې د سولې د داعيې په اړه له امنيتي ګواښونو سره مخ دی او له حکومت څخه يې د امنيت د خونديتوب غوښتنه هم کړې ده خو په وينا يې چې حکومت يې د امنيت د ساتنې غوښتنه نه ده منلې.

مطمئن ويلي دي تيره ورځ چې په خبري کانفرانس کې د مشورتي لويې جرګې او د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډېدو په اړه کومې غوښتنې شوې وې هغه په امنيتي لوريو ښې نه وې لګېدلې نو په همدې اړه زه يو ډول وګواښل شوم.

هغه وويل چې د بيان د ازادۍ د اصولو په رڼا کې هر هيواد وال حق لري چې په هره پروسه کې خپل نظر او دريځ څرګند کړي.

انجينر نظر محمد مطمئن چې د سولې په اړه يې بيلابېلې ليکنې او شننې کړي دي په دې برخه کې فعاليت کوي مګر تر دې
وړاندې دوه ځله د ملي امنيت له لوري نيول شوی دی او په تلويزيونو بحثونو کې د ګډون په اړه ګواښل شوی هم دی.

ښاغلی مطمئن چې د سولې په اړه يې د افغانستان په داخل کې او نورو هيوادونو کې په ګڼ شمير غونډو او کانفرانسونو کې هم ګډون کړی دی، د مسکو غونډې ته هم تللی و او په قطر کې دافغانستان د سولې په اړه بين الافغاني غونډې ته هم بلل شوی و، خو ياده غونډه لغوه شوه.

نوموړی د امنيتي ګواښونو د پيښېدو خبر په په داسې حال کې کوي چې تيره اوونۍ يې په خواله رسنيو کې د هغه د فيسبوک حساب هم وربند کړل شوی دی.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین.
میلمه
غمی،پښتین.

قدرمن انجینر صاحب مطمین اسلام علیکم.ی ستاسو هڅی د سوله په باره کی د ستایلو وړ دی،دا چه د سوله هڅی په وجه امنیتی ستونزی درته پیدا شوی .د د اندیښنه وړ بلکه دا د ټولو څخه خطرناکه ده.نو په دا باره کی زه تاسو محترم ته لیکم چه. څه موده مخکی دولت د خالد او طالیبانو د الفتح په نوم عملیات اعلان کړل.د دوی په مقابل کی عام ولس د تیښتی او د کرکی.ا و د ښیرا عملیات اعلان کړل. دا چه ته یو ولسی افغان یی نو د تیښتی عملیات باید اجرا کړی.او له ملک څخه باید ووځی.اروپا… نور لوستل »

D.r.Rasool ghfooi
میلمه
D.r.Rasool ghfooi

جوړ په خیر. کالونه کالونه د سوله لپاره په قلم زیارونه وکړل.د ځان ساتنه هم فرض ده،افغانستان کی ظلم خپل اوج ته رسیدلی دی. که چیری زما منی نو هجرت وکړه،امن ملک ته لاړ شه. پخوا به کافرانو مسلمانانو ملکونو ته پناه وروړه،تر څو د اسلام په امن کی خپل ژوند تیر کړی.اوس مسلمانان د مجبوریت څخه عیسوی ملکونو ته پناه وروړی،او عیسوی ملکونه یی ښه راغلاست وایی. ګناه د چا ده ؟ګناه د همدی جنګ کوونکیو ده،چه هم یی ځانونه او هم یی اسلام عیسویانو ته وشرموه.په اسلام یی تجارت روان کړی دی. نو محترم انجینر صاحب. الله ج… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دروند ورور مطمن صاحب السلام علیکم ! محترم ورور مونږ خو د هجرت وړاندیز هغه وخت هم درته کړی وو چه دوه ځلی د بی امنیتی اداره د زندان تورو کندو ته واچولی ، دوهم ځل خو د ډیرو شکنجو سره هم مخ شوی الله ج دی اجرونه درکړی د کار خلک کم وی . افغانستان د ستونزو محراق جوړ شوی د شوروی تر یرغل او اشغال هم دا ستونزمن او ډیر خونړی اشغال دی د روسانو د باسه اروپایان او امریکایانو هم ځانته څه ویل هم یی په نظامی او هم یی په سیاسی او مالی اړخ کی د… نور لوستل »