کابل؛ د پاکستان له لوري جوړ شوی «جناح روغتون» پرانیستل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱وری، ۱۳۹۸ل): د اشرف غني دویم مرستیال او د پاکستان د پارلماني چارو وزیر علي محمد خان کابل کې د محمد علي جناح په نوم جوړ کړل شوی روغتون پرانیست.

دغه روغتون چې د کابل ښار لوېدیځ «دشت برچی» سیمه کې جوړ شوی، ټول ټال پرې ۲۴ میلیونه ډالر لګښت شوی دی.

سرور دانش د دې روغتون د پرانیستې پر مهال د پاکستان له همکاریو مننه وکړه او په وینا يې د سولې په برخه کې هم باید پاکستان «جدي ونډه ولري.»

د پاکستان د پارلماني چارو وزیر علي محمد خان ويلي، دا د پاکسان د همکاریو پای نه دی، بلکې «دا يې شروع ده هم روغتیا يي برخه کې او هم نورو برخو کې.»

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل، دې روغتون کې به د نورو ناروغیو تر څنګ د «سرطان درلمنې او پښتورګو د پیوند» هڅې هم پیل شي.

هغه وویل، د یو افغان په توګه هڅه کوي چې افغان ناروغان او ناروغ لرونکي د نورو له اړتیاوو خلاص کړي.

دا په داسې حال کې دی چې له څو ورځو راهیسې خواله رسنیو کې هغه ویډیو هم لاس په لاس کېږي، چې یو افغان ناروغ پېښور کې د پاکستان د لومړي وزیر مننه کوي او افغانستان کې هم ترې د روغتون جوړولو هیله کوي.