طالبان: د هرات ملي امنیت کې د ننه چاودنې دروند زیان اړولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱وری، ۱۳۹۸ل): پرون «جمعه» د هرات په ملي امنیت ریاست کې د ننه چاودنه وشوه، چې له دولتي سرچینو وروسته يې نن طالبانو په اړه معلومات خپاره کړل.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد له پېښې وروسته رسنیو ته وویل، چې پنځه تنه پکې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

طالبانو د پېښې مسؤلیت منلی او په وینا يې دې «تکتیکي چاودنه» کې يې د ملي امنیت ۱۴ تنه کارکوونکي وژلي او ۱۸ نور ټپيان دي.

د سرچینې په وینا د ملي امنیت ودانۍ هم ډېره برخه سوځېدلې او دوه عرادې نقلیه وسایط هم بشپړ له منځه تللي دي.

طالبانو د پېښې پر څرنګوالي څه نه دي ويلي، خو د هرات چارواکي وايي ملي امنیت ریاست کې د ملي اردو هغه رینجر موټر چاودلی، چې دوی تازه له طالبانو نیولی و.

دا ښايي د خپل ډول لومړنۍ پېښه وي، خو د شنونکو په باور دا ډول تکتیکونه ثابتوي چې دولتي ځواکونه د طالبانو د ګڼو ګواښونو پر وړاندې بې وسه دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
انجینر ظفرخان
میلمه
انجینر ظفرخان

طالبان په ډیر افتخار سره وایی چی د اتاکتیکی جاودنه دوی کړی او بیا زیاتوی چی ودانۍ ته هم دروند زیان اوښتی او دوه عرادی نقلیه وسایط هم له منځه تللی ، دافکر نه کوی چی دانقلیه وسایط او ودانۍ خوپه بیت الما ل پوری اړه لری داخو دحکومت شخصی ملکیت نه دی، تاکتیکی چاودنه هغی ته وایی چی ته بیت المال ته زیان ونه رسوی اویوازی خپل هدف له منځه یوسی.