کرزي پر ملکي تلفاتو خواشيني ښکاره کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱وری، ۱۳۹۸ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي د غزني په ګیلان، د میدان وردګو په نرخ او کابل ښار کې پر مخابراتو وزارت برید کې اوښتیو ملکي تلفاتو خواشيني ښوودلې او غندلي يې دي.

د نوموړي له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د عامو خلکو پر وړاندې نظامي عملیات که په هر نامه وي، د غندلو دي.

د غزني د ګیلان ولسوالۍ په خاټکو او لونګ کلیو کې شاوخوا نهه ساعته عملیاتو کې خلکو ته دروند مالي او ځاني زیان اوښتی دی.

د سیمې د اوسیدونکو په وینا؛ ګډو ځواکونو له لوري نهه ورځې مسلسله په یادو کلیو چاپه روانه وه چې په پایله کې یې ۹ ملکیان وژل شوي، ۵ ټپیان او ۸ نور ګډو ځواکونو له ځانه سره وړي.

په ورته توګه د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د صد مرده کلي اوسېدونکي وايي چې پر غبرګو کورونو بمباري شوې او د مېرمنو او ماشومانو په ګډون يې اته تنه ولسي وګړي وژلي دي.

حامد کرزي د جګړې پر ځای پر ټولو اړخونو د سولې لپاره پر هڅو ټینګار کړی دی.

د سرچینې په وینا هغه ټینګار کړی چې د خلکو وینې باید بندې شي او د بین الافغاني ناستې لپاره باید هڅې ګړندۍ شي.

یاده دې وي دوه ورځې وړاندې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر او د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد غزني ته رسېدلي و.

خالد یادونه کړې وه، چې د غزني د ښار له څنډو به تر ولسوالیو پورې «عملیات» پیل کړي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

خان راته دله ویلی دی : نو اسدالله خالد هماغه د خان دله دی امریکا ورته د مظلوم اولس وژلو د پاره چاړه په لاس کی ورکړی ، خپله خو خسی شوی میرمن به یی امریکایان سرویس کوی، امریکایان غواړی چه دا ځل یی طالبان ووژنی او میرمن یی امریکا یانو ته پاتی شی وایی، د یوه زناکار خان سره د نورو بزګرانو په څنګ کی یو ساده بزګر چه ښکلی میرمن یی درلودله هم هستوګنه لرله یعنی د خان به کورو کی یی هستوګنه لرله خان هڅه لرله چه میرمن سره یی زناکاری پیل کړی نو خان به هغه… نور لوستل »

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

دټولو ناخوالوریښه همدا کرزی ټګماردی. لوی دله همدا کرزی شیطان دی. اوس دملت په سترګوکی خاوری شیندی، مګرای غله اوس دی خلک پیژنی چی همهغه زوړچغال اودووُس یی، خو قرقلی دی نوی کړی ده.