
وزارت: وروستيو ورښتونو شاوخوا ۵۵۰ تنو ته مرګژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱وری، ۱۳۹۸ل): په طبعي پېښو کې د دولت د چمتوالي وزارت وايي، وروستیو ورښتونو د هېواد په ګوټ ګوټ کې شاوخوا ۲۵۰ کسه مړه کړي او ۳۰۰ نور يې ټپيان کړي دي.
د دې وزارت وزیر نجیب اقا فهیم وايي، په ۲۴ ولایتونو کې تر ۱۵زره ډېر کورونه بشپړ ویجاړ شوي او ۱۸زره نور یو څه زیانمن شوي دي.
ښاغلي فهیم ویلي، چې په یادو ولایتونو کې ۲۴۷تنه مړه شوي، ۲۹۹ نور ټپیان او ۱۵ ورک شوي دي.
هغه چې کابل کې کلنی راپور وړاندې کاوه وویل، له شپږ زره کورونو سره يې نغدې مرستې او ۱۹زره شپږ سوه نورو کورنیو سره يې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده.
د وروستیو خونړیو ورښتونو په تړاو اشرف غني ویلي و، د چا چې کور بشپړ ړنګ شوی وي، ۱۵زره افغانۍ، چې یو څه زیانمن شوی وي ۷۵۰۰، چې څوک يې مړه شوي وي ۵۰زره او چې ټپي شوي وي ۲۵زره افغانۍ مرسته کېدونکې ده.
تر دې وړاندې هم دا ډول یادونې او سپارښتنې شوې دي، خو عملي ډګر کې يې خلک نه دي قانع کړي او له ځپلو سره مرسته کېدونکو موادو او پیسو کې هم فسادونه شوي دي.
ازادي راډيو د نمونې په ډول د فاریاب د یو اوسېدونکي له خولې لیکي، چې کور يې ړنګ شوی، څلور زامن يې ورک دي او څاروي يې اوبو وړي دي، خو هیڅوک غږ نه اوري.