سولې شورا: د بین الافغاني «مذاکراتو» لپاره هڅې روانې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱وری، ۱۳۹۸ل): د قطر ناستې له لغوه کېدو وروسته هم د سولې شورا وايي د بین الافغاني «مذاکراتو» لپاره يې هڅې روانې دي.

د دې شورا ویاند غفور احمد جاوید وايي، په دې برخه کې که هر څوک همکاري کوي، دوی يې هرکلی کوي.

د قطر ناستې له لغوه کېدو وروسته د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خواشيني ښکاره کړه او زیاته يې کړه چې باید بین الافغاني ناسته وشي، که د ده مرستې ته اړتیا وي، «تیار دی.»

که څه هم طالبانو پرلپسې یادونه کړې چې له حکومتي کسانو سره هم د افغانانو په توګه نظر اورېدو ته تیار دي، خو حکومت د قطره لغوه شوې ناسته کې هم دعوه کوله چې «مذاکرات» دي.

د سولې شورا د هڅو په اړه نور توضیحات نه دي ورکړي، خو تېره ورځ ارګ وویل چې د دوی لپاره اوس «لویه جرګه» لومړیتوب دی.

په ورته وخت کې سپوتنیک د رویټرز په حواله د حامد کرزي اړوند لیکلي، چې نوموړي د قطر ناستې لغوه کېدو کې طالبان ملامت نه بولي.

کرزي ویلي، چې هر ډول کېږي باید د مسکو په څېر غونډې دوام ولري او له طالبانو سره سیاسیون مخامخ پر یو مېز کېني.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دا غلامه د سولی بيعقله او بيواکی شورا خو ځان په شرمو وشرماوه دا رزيلان په کوم مخ بيا د بين الافغانی مذاکراتو خبره کوی دوی پدی ندی خبر چی د دوی مشر يعنی د کیری مشر بچی سوله په لغته ووهله .
و دی غلامانوته سوله نه د خپل نفس هوا ډيره ګرانه ده پدی چی که سوله راغله لپ و جپ به يی ورسره ختم شی ، پاک او سپيڅلی اسلامی نظام به حاکمه شی او د دوی نفس الِاماره(شيطانی نفس) به ډير خوار او ذليله شی .

اختر محمد
میلمه
اختر محمد

حکومت ملامت شو نه دشولی اراده لری اونه هم دسولی لپاره کار کوی دحکومت دننه علامی کړی کوشش کوی چه داناورین روان وساتی او افغانان ووزل شی اشغال ته زمینه برابره شی