قطر؛ طالبان د غونډې لپاره ورغلیو مېلمنو سره؛ ۱۳۹۸-۱-۳۱

قطرناسته؛ له حکومت پرته د فعالانو او طالبانو تر منځ خبرې وشوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱وری، ۱۳۹۸ل): نن چې د قطر بین الافغاني ناستې ورځ ټاکل شوې وه، خو د حکومت له لوري پر برابر شوي لیست اوږدو ناندریو له ځنډ سره مخ کړه، خو بیا هم هغه افغان سیاستوال، سیاستپوهان او د سولې د هڅو فعالان چې قطر ته رسېدلي و، له طالبانو سره په یوه مېلمستیا کې پر ګڼو موضوعاتو غږېدلي دي.

د نن ټکی اسیا همکار وايي، که څه هم دا رسمي غونډه نه وه، خو د مېلمستیا په شکل برابره شوې ناسته کې طالب استازیو او راغلیو مېلمنو مفصلې خبرې اترې وکړې.

د قطر د فتر مشر شیر محمد عباس ستانکزي ګډونوالو ته د طالبانو د پالیسۍ په تړاو مفصل معلومات وړاندې کړل او په وینا يې د مذاکراتو ناکامي د ملت ناکامي ده.

«د امریکایانو پر ضد زمونږ په مقاومت کې ټول ملت شریک وو، که خدای نخواسته دغه مذاکرات ناکامیږي او یا غلط لوري ته ځي، ټول ملت به ملامت وي، ملت باید موږ ته مشورې راکړي، خپلې اندېښنې او غوښتنې راسره شریکې کړي.»

له نوموړي وروسته د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر ملا امیر خان متقي د رسمي غونډې د ځنډېدو علت په ډاګه کړ.

هغه وویل، طالبان سولې ته ژمن دي ځکه خو يې د خبرو اترو لپاره دفتر پرانیستی دی، خو کابل ادارې له پیله مخالف دریځ نیولی دی، هغه زیاته کړه، د یادې ادارې اوږده لیست وښوده چې څومره پاشلې ده، په وینا يې «که به موږ کوم نفر ور وښود چې دا دې کم شي، ویل به يې فلانی به خپه شي، که به مو وویل دا دې کم شي، وايي فلانی به خپه شي.»talib-qatar-ghwanda2.jpg

د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملا عبدالسلام حنیفي وویل، چې امریکا ته يې په رسمي ډول ویلي چې باید ووځي، په وینا يې «افغانستان زمونږ او ستاسو هیواد دی، په ګډه به یې جوړوو او په ګډه به یې د سیالانو سره سیال هیواد جوړوو.»

هغه د ښوونې او روزنې په اړه هم د دوی اړوند تبلیغات رد کړل او په وینا يې ستونزې شته، خو د ښوونې او روزنې مخالف نه دي.

د دې ناستې مېلمه ګډونوال ډاکټر فاروق اعظم د غونډې لغوه کېدل یو خنډ یاد کړ، خو په وینا يې سوله تر جګړې ستونزمنه ده او ښايي له ګڼو ستونزو سره مخ شو، خو باید مایوسه نه شو.

دې غونډه کې چې د نړۍ له ګوټ ګوټ نه پکې افغان کارپوهانو برخه اخیستې وه، درې تنه مېرمنې خاټول مومند، سارا الکوزۍ او مسعوده سلطان هم له ناروي، لندن او امریکا نه راغلې وې، چې پر خپل نوبت يې خبرې وکړې.talib-qatar-ghwanda1.jpg

انجینر نذیر تنویر بیا حکومت او امریکا د قول او عمل پر مخالفت تورن کړل او په وینا يې دوی وښوده چې ویل او کول يې سره یو نه دي.

د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده وايي، د غونډې لغوه کېدل د دولت پر زیان تمام شول، خو طالبانو چې څه غوښتل له یوې کوچنۍ ډلې سره يې ترسره کړل.

avatar
8 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین.
میلمه
غمی،پښتین.

جوړ په خیر.
دا غونډه داسی غونډه ده لکه وزګار خلک چه سره کینی او مجلس وکړی بیا په خپله مخه سره ځی.دا غونډه سوله ته هیڅ ګټه نه لری.
که چیری دولت او طالیب سره کینی.او امریکا پاکستان سره کینی نو غونډی نتیجه به راووځی.ولی چه مسله اول د پاکستان امریکا په لاس کی ده،
او امریکا او پاکستان کولای شی چه د ولس اجراتی قاتلان وتړی.او یا یی سرکوب کړی.
کله چه امریکا او پاکستان خپل لاسپوڅی وځپی.نو سوله به په اتومات ډول راشی

غوربندي
میلمه
غوربندي

د طالبانو کرامو ستوری خدای ﷻ اوچت کړی،،، ان شاءالله چې په هر ډګر به سرلوړي او کامياب راوځي،،،، له بلې خوا د ګوډاګی ادارې نخرې او په عام ولس چاپې د هر باضميره انسان له زغمه وتلې دي،،،، د عامو خلکو او سياسي تنظيمونو مسووليت دی تر څو په دې نازک پړاو کې د طالبانو کرامو ټينګه او هر اړخيزه ملا وتړي او په دې توګه په ګوډاګيانو او اشغالګرو له هر لوري د محاصرې کړی راتنګه او د نابودی کندې ته ژر تر ژره ګوزارشي او عام خلک او ټول هيواد مو د دوی له پليد شر څخه… نور لوستل »

غمی،پښتین.
میلمه
غمی،پښتین.

غوربندی ته.
د عام خلک قتل وحشت،دهشت.تروریزم ته مه تشویق کوه.عام خلک ،او سیاسی ګوندونه د ستا څخه خپل مسولیت ښه پیژنی،
عام ولس له توپک لرونکی،وشتونکی.جنګ کونکی که طالیب دی که دولت کرکه کوی.عام ولس د خبری له لاری مسله حل عواړی.
عام ولس هیڅ څوک نه محاصره کوی.عام ولس د تیږو بارانونه په غوربند کی نه کوی،له عام ولس سره ته ملا وتړه،د جنګ او توپک څخه لاس واخله،د خبرو له لاری مسله حل وغواړه

حکیمي
میلمه
حکیمي

غمي ته
ته هیڅ شرم نه لرې ته امریکا اوپاکستان تشویق کوې چي خلګ سرکوب کړي خو خلک به بیا له سوله یزې لارې حل غواړې ضداونقیضې تبصیرې کوې سړی درته حیران شي څومره عجیب سړی یې

غمی،پښتین.
میلمه
غمی،پښتین.

جوړ په خیر.
حکیمی ته
زه په امریکا او پاکستان د دوی لاسپوڅی ځپل غواړم.ځپل یی اسانه دی.امریکا چه په خپلو لاس پوڅو ډالر بند کړی نو دوی به دوهمه ورځ هند ته وتیښتی.
او پاکستان چه کلداری بند کړی،او خپلو لاس پوڅو ته ووایی چه نور ورک شی.خپله به خوسا څڼی کمی کړی بالاخره سوله ته به راضی شی.ډ
د دوی ځپل داسی دی چه پیسی په بند شی نو وځپل شول.ځکه چه دا جنګ د پیسو لپاره دی.چه پیسی پکی نه وی نو اتومات جنګ ختم کیږی،او سوله به راشی.

حکیمي
میلمه
حکیمي

سلامونه دقطر غونډه که څه هم داشرب غني لخوانه نه لغوه شوه او دافغانانو په هیلو یې خاورې واړولې خوداچي له بهر څخه راغلیو میلمنو سره مجاهدینو خبرې وکړې او سولې ته خپل تعهد یې ورته په ګوته کړ زماپه نظر دغازیانولپاره دوه لاسته راوړنې لري لومړی داچي معلومه سوه چي ملي مبارزین دغونډې په لغوه کولوکې لاس نه لري دوهم داچي په دې میلمنوکې چي اکثریت یې له افغانستان څخه دباندې په غربي هیوادونو کې اوسې اودطالبانو په باره کې یوازې دمکارورسنیو تبلیغات اوري دطالبانوسره لیده کاته به یې اذهان روښانه کړي او دمجاهدینو دآزادۍ غوښتنې ناره به ورسره… نور لوستل »

masoom
میلمه
masoom

سوله به راځی که رانه شی د توری په زور به راځی
دا ملت لا ډیر سر ښیندونکی افغانان لری

محمد نادر ویسا
میلمه
محمد نادر ویسا

طالبان بایداول مسعوده سلطان وپیژینی. دا شاید طالبانو ته ډیر شدید سردرد پیدا کړی . مسعوده او د هغی پلار معلم سلطان (کوم چه نازکه سپینه د خاصی بګړۍ ئی په سر ده )هم په دغه مجلس کی ګډون کړیدی زه ډیر حیران کړم . دا خلګ د نیویارک اوسیدونکی افغانان دی چه په خوله ،زړه ، عقیده او وینه ۹۹٪ امریکایان او تر افغانستان د امریکا ګټو ته ډیر وفادار دی . زما په فکر دا د زلمی خلیلزاد کوم نوی منافقت او دسیسه ده چه ددغه قسم خلګو څخه د افغان په نوم استفاده او طالبانو ته د… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

ماته پخپله عجيبه او حيرانوونکی ده ، چلونه او مکرونه غاصبين او غلامان يی جوړوی خو ګټه طالبان ځنی اخلی ، تر پرونه يی د جګړی د ګټلو لپاره رنګارنګ ستراتيژی پکار واچولی وينو چی ګټی يی چاته ورسيدی ، لکه په جګړه کی چی طالبانو کرامو په يوازی سر ميدان ځنی وګټی همدا رنګه په سياست کی هم په يوازی سر ميدان ځنی ګټی . انشاءالله د غاصبينو او غلامانونه خو يی ټوله نړی مل وه ، د طالبانو سره څوک وه ، دا د چا مرسته ده چی ټوله نړی ورته عاجزه شوه او د وخت د فرعونيانو… نور لوستل »

عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

حق اوحقیقت نه پټیږی دحکومت اوامریکااحوال اودوه مخی ټول ملت ته معلومه سوه په حقیقت کی که یی داناسته نه وای ځنډولی دونی نه رسواکیدل اوس دهر افغان دنفرت سبب وګرزیدل ا لله به یی لانوررسوااوذلیله کی موږټول باید دا لله مدد وغواړواودملک اوملت آزادۍ اوترقۍ ته په اخلاص ملاوتړو،رسول ا لله اویارانوبه یی په مشوره معاملات څیړل اوبیابه یی په ګډه وحلوته ملاتړله. په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

نورزاد
میلمه
نورزاد

ازینکه مذاکرات صلح به بن بست مواجه شده متاسفم. هردو جناح باید از صبر و حوصله کار گیرند. ناکامی جریان صلح به نفع ما نی بلکه به نفع دشمنان افغانستان و جهان اسلام است.