آی ایس آی وايي خبر نه وه چي اسامه به په ابیټ اباد کي وي

osama_banglaنن ټکی آسیا: د پاکستان استخباراتي ادارې آی ایس آی ځینو مشرانو ویلي چي په ابیټ اباد کي د اسامه شتون د پاکستان د استخباراتو لپاره د یو غټي ماتي خبره جوړه شوي ده، د آی ایس آی له قوله ویل شوي چي دوی ته ددغه بنګلې په اړه د ۲۰۰۳ څخه مالومات وه، او کله چي دغه کور د جوړیدو په حالت کي وو، پاکستاني استخباراتو پر دغه کور د ابو الفرج اللیبي په لټه کي چاپه وهلي وه،

مګر ځکه چي هغه ونه موندل سو، او نه کوم داسي دلیل وموندل سو، چي پردې دلالت وکړي چي دا کور به وروسته د القاعده له خوا استعمال سي، ددغه کور څارنه پرېښودل سوه.

اوس پاکستاني استخبارات په دې نه وه خبر، چي دلته به اسامه وي، او دا ددغي ادارې لپاره د یو شرم خبره ګرځیدلې.

د آی ایس آی مشرانو ویلي چي دغه اداره په خپل کار کي ډیره ښه ده، مګر خدای نه دی.

ددوی له قوله ویل شوي چي د اسامه ۱۲ کلنه لور اوس هم د پاکستان سره ده، او هغي ویلي چي دې ولیدل کله چي امریکایانو ددې پر پلار باندي ډزي وکړې، او دا چي د اسامه ښځه چي کله په هوښ کي راغله، ویل يي چي دا د یمن ده، او دوی دغه کور ته یو څو میاشتي تر مخه راغلي وه،.

داسي ګمان کيږي چي امریکایانو چي کوم څلور مړي د حادثې په ځای کي پرېښودله، په هغو کي یو د اسامه زوی، دوه وړونه، او یو ساتونکی وو، او په دغه پيښه کي چي څوک ژوندي پاته شوي دي، په هغو کي یوه د اسامه ښځه، یوه لور، او اته نور ماشومان دي، ګمان کيږي چي ماشومان د اسامه خپل بچیان نه دي.

د آی ایس آی د سرچینو له قوله ویل شوي چي په دغه برید کي ۴ هلیکوپټره استعمال شوي دي، د کومو څخه چي دوو ناسته وکړه.. دوی وویل چي آی ایس ای د شاوخوا کورونو ته امر نه دی کړی چي خپل د کورو څراغونه دي مړه کړي، او زیاته يې کړه چي د برید په وخت کي په دغه کور کي اولس یا اتلس کسه موجود وه، او که د امریکایانو یوه هلیکوپتر نه وايي غورځیدلې نو امریکایانو به په دغه کور کي یو کس هم نه وايي پريښولی او ټوله به يې له ځانه سره بیولي واي.

ایکسپریس نیوز – پاکستان

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د