ولس له چا سره دی، د شيخ محمد عالم رحمه الله جنازه حال وايي «ويډيو»

محمود غلجی

له ډېر وخته به ما هم فکر کاو، چې په رښتينې معنا ولس له چا سره دی. په هېوا کې له سلو د زياتو ټلويزونونو، سلګونو راډيوګانو، سلګونو چاپې او برېښنايي رسنيو سربېره، په ټولنيزو رسنيو کې د يوه ځانګړي پروګرام له لارې کې تر ډېره د طالبانو پر ضد پروپاګند او تبليغات کيږي او په دغسې يوه حالت کې طبيعي ده، چې د عام ولس څه، چې د تعليم یافته قشر او خواصو ذهن هم اغېزمن کيږي.

څه موده وړاندې رانه د الجزيرې ټلويزون خبريال احمد زيدان پوښتنه وکړه، چې په رښتينې توګه ولس له چا سره دی؟

ما ورته وويل، چې دا ځواب که زه درکړم، تاسې ته به د منلو ځکه نه وي، چې کيدای شي، ستاسې په باور زه يو اړخيزه خبره وکړم، خو زه به درته د جنازو خبره وکړم.

ما ورته وويل، چې څو کاله وړاندې لوګر ولايت ته د يو څه کار لپاره تللی وم، يوه ورځ د طالبانو يو سيمه‌ييز قومندان هم وژل شوی و او دوه پوليس هم.

طالب قومندان د ولايت ته څېرمه د فتح خواب کلي و، چې د کلي څنګ ته د امريکايي پوځيان ستر بېس هم و، الوتکو هم ټيټ پروازونه کول، خو د طالب قومندان په جنازه کې زرګونه خلک راټول و او د هغه له کورنۍ او ملګرو سره يې غمرازي کوله او مرګ پر امريکا شعار يې ورکاو او پوليس، چې ولايت ته څېرمه د پورک کلي و، په جنازه کې يې يوازې دولس کسان وو.

نن چې ګران لوستونکي په دې ويډيو کې ګوري، د شيخ محمد عالم جنازې ته زرګونه مخلوق په داسې حال کې راټول دی، چې له جنازې لږه شېبه مخکې امریکايي بې پيلوټې الوتکې په سيمه کې پر عامو خلکو برید وکړ او د حاجي خيري په نوم يو تاجر يې له څو خپلوانو سره شهيد کړ او له سهار راهيسې د شېرازدو او خوږياڼو ولسوالۍ څخه دولتي عسکرو د جنازې پر سيمه د هوان بريدونه کول او خلک يې نه پرېښودل، چې جنازې ته حاضر شي.

زما د خبرې معلومات د شېرزادو له ټولو خلکو کولی شئ، چې حکومتي عسکرو په مرکيخيلو سيمه کې پر عامو خلکو د هوان بریدونه کول او نه يې پرېښودل، چې جنازه کې شرکت وکړي او بيا دومره زرګونه خلک په چيغو ژاړي او د يوه ديني عالم په شهادت د خپل کور د غړي په څېر وير کوي، نو پرېکړه تاسې وکړئ، چې ولس له چا سره دی.

تبصرې (8)

  • تقبله الله ﷻ

    خدای ﷻ دې د ياد عالم شهادت قبول کړي ،،، کورنی او ټولو سيده مسلمانانو ته تسليت وايم،،، منتقم ذات دې طالبانو ته توفيق او ددې مظلوم د غچ ټول تکتيکونه وښايي،،، امين يا رب العلمين

    وولس په حقيقت کې د طالبانو کرامو تر شه ولاړ دی،، په بل عبارت طالبان خپله وولس دی،،، د وولس دوهم نوم دی،،، د ټولو هغو دې مخ په دين او دنيا تور وي چې په طالبانو کرامو پسې بې بنسټه افترا کوي.

    • غوربندی صاحب.
      عام ولس نه طالیب دی اونه دولت،عام ولس هم له طالیب او هم له دولت څخه کرکه ،نفرت په دا کوی چه.
      دولت له امریکا څخه اسلحه او پیسی راوړی عام ولس په وژنی،
      طالیب یی له پاکستان څخه راوړی.عام ولس په لوخړه کوی.
      ولس دوهم نوم نه لری.ولس ولس دی.طالیب او دولت بیل بیل دی.
      نه طالیب او نه دولت حق لری چه ولس پوری ځانونه وتړی .بلکه دولت او طالیب له ولس څخه ځوانان په قسما قسم تبلغاتو جنګ ته جذب کوی.او د امریکا او پاکستان ګټی لپاره یی قربان کوی.

      • غمي منافيقه، دهمدي بحث ويډيو وګوره، ايا دغه خلک چه ددي شهيد جنازي ته راټول شوي، داولس ځخه نه دي؟. ستا دالري مفسيد سره بايد چه بحث ونشي، ځکه ته دبحث ارزښت نه لري. کاروان

      • هلکه د لاونګ صاحب سافټ پروژه خو له نيکه مرغه بيا تمديد نه شوه ځکه خو له پوچو تبليغاتو لاس په سر شو ،، خبره داده بله نه ده چې ستا سافټ پروجکټ به کله ختميژي او د سټو کنډو خيالي پوسته به کله خالي کړې؟؟

  • د غوربندی صاحب سره به مفصل مجلس وروسته وکم خو فعلاً:
    لوی خدای دی هغه کسان نور هم ذلیل او د انګرېز په ډله کی محشور کی کوم چي د اسلام په عزت او د وولس په وینو ئې لوبی کړی دی

    • غ. حضرت صاحب!
      السلام علیکم!!
      تاسو ته مې د وروری او د زړه سوي په بنا دا توصیه ده چې یا خو له شیعه مذهب څخه نصوحا توبه وباسی او د هدایت سیده لارې ته راوګرزی،،، او یا خو په شیعه مذهب مه شرمیژی،،بلکه ښکاره یې کړی او تر څنګ یې له پښتو/پښتونولی توبه وباسی او نیوکې/تعلیقات مو هم له همدې ادرسه مطرح کړی.

      تقیه او پښتونولي یو د بل ضد او ستاسو په شان سالم، مینه ناک او خدایدوسته انسان په وجود کې نشي یو ځای کېدلای.

  • تعصب ډیر بد دي د کم عقلو سترګي ړندی کوئ حقائق نه وینئ --- محترم غوربندي صاحب ستا د لیکني رد چې څوک کوئ هغه پر ځان توکئ او د یو څو ناروا غوښتنو په هڅه کې دي .خذل الله تعالی الکافرین واعوانهم ومحبیهم--

  • ښاغلی بیانزی صاحب!
    ما غوندی یو لغړی کس د ژبی او قلم د څوکی څخه که کوم څوک آزار سی دومره خبره نده او ممکن آزرده سوی کس زما د لغړیتوب پخاطر سکوت غوره کی امّا یو څوک چي ځانته الحاج او استاد وائي نو باید د خپلی ژبی او قلم سره ډېر په احتیاط چلند وکی ځکه خبره د حاجی توب او استادی د فضیلت د صدمې په باب ده، خصوصاً که د یو چا نوم محمد وی باید ډېره پاملرنه وکی چي ددې دروند او ښکلی نوم حرمت او شرافت خوندی وساتل سی.
    تاسی باید دا ومنی چي فقط او فقط قرآنی او نبوی ارشادات دی چي د تردید او نقد وړ ندی نور نو هر څه د تردید او نقد وړ دی.
    هیله ده چي دا مو وروستئ ځل وی چي خپله درنه په سپکه اړوۍ.معذرت غواړم دا چي خواشینی سوی.