مختصر نبوي سیرت «شپږمه برخه»

عبدالرحمن محمود

(رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د وحي راتلل أو کیفیت یي)

رسول الله صلی الله علیه وسلم په همدي حالت کي وو، په غار حراء کي یي د رب العزت جل جلاله عبادت کاوه، د عمر يي څلويښت کاله پوره سوي وه، چي وحي ورته راغله، د روژې د میاشتي أولسمه وه دیارلس کاله وړاندي تر هجرت چي د میلادي سنې د (۶۱۰) سره سمون خوري.
بي بي عائشه رضي الله عنها روایت کوي چي مفهوم یي دادی.

( رسول الله صلی الله علیه وسلم په پيل کي داسي ريښتوني خوبونه لیدل چي تعبیر یي لکه رڼا ورځ داسي څرګند وو، بیا ورته تنهایي او خلوت محبوب سو و غار حراء ته به تلی او هلته به یي څو شپې عبادت کاوه، بیا به و کور ته راتلی، بیا به تلی او د خپل احتیاج شیان به یي له ځانه سره وړل، په همدي حالت کي وو چي وحي ورته راغله، د الله له لوري ملکه ورته راغله او ورته ویي ویل ” اقرء ” ولوله، ده ورته وویل ” ما أنا بقاريء ” زه لوستونکی نه یم، بیا یي په خپل زور سره په غیږ کي کښیکاږلم بیا پریښودلم او راته ویي ویل چي ” اقرء ” ما ورته وویل ” ما أنا بقاريء ” هغه بیا کښيکاږلم ، تر څو چي دري واره پوره سوه، بیا یي راته وویل [ اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ。 خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ。 اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ]

له دې وروسته له بشرې طبعیت موافق و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یو غیر طبعي او اضطراري حالت عارض سو، زړه یي په تکان سو، رعب او ویري واخیست، و بي بي خدیجي رضي الله عنها ته ورغی او ورته ویي ویل چي په یو څادر کي مي يټ کړئ، هغوی هم پټ کړ تر څو چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم طبعیت و خپل اصلي حالت ته وګرځید، بیا یې بي بي خدیجه رضي الله په قیصه خبره کړه، او ورته ویي ویل چي پر ځان مي ویریږم، هغې ورته وویل چي تاته به هیڅ تاوان و نه رسیږي، الله رب العزت تا نه خواروې، ته چي یي صِله یي رحمي کوي، د مظلوم مرسته کوي، میلمه پالونکی یي، بیا یي د خپل أکا و ځوی ورقة بن نوفل چي سپينږیری وو أو سترګې یي ړندي وي د انجیل عالم وو، و هغه ته یي ور وست، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله قیصه ورته وکړه، هغه ورته وویل چي دا هماغه ناموس ” ملکه ” ده چي و موسی علیه السلام ته راتله، کاش چي ستا د دعوت په ورځو کي زه ځوان او غیښتلی وای، کاش چي زه هغه ورځ ژوندای چي ستا قوم تا له مکي و باسې، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل أیا زما قوم ما له مکي څخه باسي؟ هغه ورته وویل چي هیڅ داسي یو پيغمبر ندی راغلی نه مګر له هغه سره دښمني سوي ده، که چیري ستا د دعوت تر ورځو پوري زه ژوندی پاته سوم قوي همکاري به دي کوم، بیا د څه وخت وروسته ورقة وفات شو)

بیا وحي و ځنډیده، صحیح قول دادی چي څلویښت ورځې و ځنډیده، دا ددي لپاره چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم شوق پیدا سي، او انتظار وکړي، همداسي وسوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم به کله دومره پریشانه سو چي غوښته یي ځان تر غر واچوي، بیا به ملکه ورته راغله او ورته و به یي ویل ” انت رسول الله حقا ” ته په حق سره د الله تعالی رسول یي، بیا به رسول الله صلی الله علیه وسلم مطمئن سو.

په همدي حالت کی رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ورځ پر لاره روان وو چي د اسمان له طرف څخه یي ږغ واورید، ده چي لوړه وکتل چي ګوري هغه د غار حراء ملکه ” جبرئیل ” د اسمان او مځکي تر مینڅ په فضاء کي ناست دی، د اسمان کنارې یي ټوله نیولي، رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا د بشري طبعیت موافق ډیر سخت وویریدی، په تلوار سره کورته راغی، دا وار د سورة المدثر أووه ایاتونه او د سورة والضحی څلور آیاتونه نازل سوه.

بي بي عائشه رضي الله فرمایي چي حارث بن هشام له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چي تاته وحي څنګه راځي؟ هغه ورته وویل چي کله کله داسي راته راځي لکه د ږغږغې شرنګهاری، دا را باندي ډیره سخته وي، بیا را څخه دا ږغ قطع سي او هغه څه چي یي راته ویلي وي هغه مي یاد سوي وي، او کله کله ملکه د انسان په شکل کي راته راسي او خبرې راسره وکړي ټول هغه تري یاد کړم چي دی یي ووایي، بي بي عائشه فرمایي چي په ډیره سخته یخه ورځ کي ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید چي وحي ورته راغله، له تندي یي لکه ملغلرې داسي خوله څڅیده.
له دې وروسته بیا وحي دائمي او مستمره سوه.

په أولو وختو کي لکه څنګه چي تاسي ته معلومه سوه ملاقات ځکه دومره سخت وو، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دي ته متوجه سي چي ډیر دروند او ګران مسئولیت ور له غاړي دی، ځکه خو په ډیرو آیاتو کي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د صبر تلقین شوی دی.

فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ ۖ
[ سورة الروم اية ٦٠ ]

فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُولُو الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ
[ سورة الأحقاف اية ٣٥ ]

وَلِرَبِّكَ فَاصْبِرْ
[ سورة المدثر اية ٧ ]

له دې څخه دا معلومه سوه چي هر څوک چي د الله جل جلاله و لورې ته خلګو ته دعوت ورکوي باید صبر ولري، زغم ولري، په تحمل ښائسته وي، همدا باید د داعي اخلاق وي.

المصادر والمراجع: سيرة ابن هشام، التاريخ الإسلامي لمحمود شاكر

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د