د پاکستان لس لوبغاړي چې په لومړي وار نړیوال جام کې لوبیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ غوایي، ۱۳۹۸ل): د پاکستان کرېکټ بورډ او غوراوې کمېټې له ځینې اختلافاتو وروسته د نړیوال جام لپاره پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه چې زیاتره په کې ځوان لوبغاړي شامل شوي دي.

په دغه لیست کې چې مشري یې د سرفراز احمد پر غاړه ده، لس داسې لوبغاړي دي چې په لومړي وار به په نړیوال جام کې لوبیږي، خو ځینې نورو ته د تجربې په حیث فرصت ورکړل شوی دی.

دغه لس لوبغاړي په لاندې ډول دي:

امام الحق

د پاکستان اوپنر توپوهونکی چې په خپله لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې یې سلیزه ووهله، او له هغې وروسته ښه ځلیدلی چې اوسمهال په نړیوالو سیالیو کې ۵۴ اوسط لري، نوموړی پخپل لومړي نړیوال جام کې لوبیږي.

فخر زمان

پښتون فخر زمان د پاکستان بل اوپنر توپوهونکی دی چې لوبډلې ته یې په چمپینز ټرافي ګټلو کې د هند پر وړاندې مهمه سلیزه وهلې وه، نوموړی یوازینی پاکستانی لوبغاړی دی چې په یو ورځنیو لوبو کې یې ډبل سلیزه وهلې، اوسمهال ۲۹ اوسط او ۸۳ سټرایک ریټ لري.

بابر اعظم

له ۲۰۱۵م نړیوال جام څخه وروسته یوازینی لوبغاړی دی چې د پاکستان لپاره په منځني توپوهونکو «مډل ارډر» کې کامیاب ثابت شوی او تر اوسه یې ۸ سلیزې وهلې دي، نوموړی په توپوهنه کې ځانګړی مهارت لري.

سرفراز احمد

د پاکستان لخوا لومړی ویکټ کیپر دی چې په نړیوال جام کې به د لوبډلې مشري کوي، سرفراز احمد د لوبې پرمهال تونده او غوصه ناکه لهجه کاروي چې یو شمېر بندیزونه هم پرې لګیدلي دي، نوموړی په لومړي وار نړیوال جام کې لوبیږي.

شاداب خان

ځوان سوکه توپ اچونکی شاداب خان د خیبر پښتونخوا اوسیدونکی دی، نوموړی د پاکستان لومړی لوبغاړی دی چې په توپ اچونه، توپوهنه او ډګر ساتنه کې ښه ثابتیدلای شي.

حسن علي

تر دې دمه حسن علي د کرېکټ نړیوالې شورا په ټورنمنټونو کې یوازې په چمپينز ټرافي کې لوبیدلی او په ۱۳ ویکټو اخیستلو د ټورنمنټ غوره لوبغاړی ټاکل شوی و، نوموړی په یو ورځنیو لوبو کې تر دې دمه غوره ثابت شوی دی.

شاهین شاه افریدي

دریم پښتون لوبغاړی چې د پيښور لنډي کوتل سیمې اوسیدونکی دی، تر دې دمه یې کمې سیالۍ ترسره کړي خو په لږ وخت کې غوره ثابت شوی دی.

فهیم اشرف

د پاکستان لپاره غوره آلراونډر ثابتیدلای شي، تجربه لرونکې توپ اچونه کوي او په توپوهنه کې هم د لوبډلې مرسته کولای شي، په لومړي وار په نړیوال جام لوبیږي.

عابد علي

۳۱ کلن عابد علي چې ۱۴ کاله یې د فرسټ کلاس سیالۍ ولوبولې اوس په ملي لوبډله کې ځای ورکړل شو، نوموړی اوپنر توپوهونکی او احتیاطي کیپر هم دی، نوموړي ته پر محمد رضوان او شان مسعود لومړیتوب ورکړل شو.

محمد حسنین

تر ټولو ځوان لوبغاړی چې ۱۸ کاله عمر لري، د پاکستان غوره لیګ نه وروسته په ملي لوبډله کې ځای ورکړل شو، نوموړی اوسمهال د پاکستان تر ټولو چټکه توپ اچونه کوي، نوموړي ته د تجربه لرونکي محمد عامر پر ځای لومړیتوب ورکړل شو.

په نورو لوبغاړو کې تجربه لرونکی محمد حفیظ، شعیب ملک، عماد وسیم، حارث سهیل او عماد وسیم دي چې یو وار یې پخوا په نړیوال جام کې ګډون کړی دی.