سريلانکا: شپږو چاودنو 52 تنه وژلي او څه کم 300 ټپیان دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۱غوایی، ۱۳۹۸ل): د سريلانکا پلازمينه کولمبو کې نن سهار پر دوو کلیساوو او دوو هوټلونو په چاودنو کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

سیمه ایزي رسنۍ وایی چې، دغه چاودني د کولمبو په شمالي برخه کې پر دوو کلیساوو ترسره شوي چیري چې د (ایستر) په نوم د ځانګړو مذهبي مراسمو لپاره عیسایان نن ورځ راټول شوي او دا مذهبي ورځ یې لمانځله.

راپور زياتوي، چې درې چاودني پرلپسي په دوو کلیساوو کې چې د (سټ انتوني او کټواپيتيا په نومونو وي) او دوې نوري چاودني بیا کلیسا ته څیرمه دوو هوټلونو کې چې د (شنګريلا او کابينېبر په نومونو وو؛) ترسره شوي چې زیاته مرګ ژوبله یې واړوله.

رسنیو د امنیتي او روغتیایي چارواکو له خولې ویلي چې د پوليس لومړني معلومات ښيي چې تر دا مهاله 52 کسان وژل شوي، او تر 280 د زیاتو کسانو د زخمي کیدو خبر ورکول شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د