هاردیک پانډیا او کی ایل راهول اخر هم جریمه شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ غوایي، ۱۳۹۸ل): د روان کال په جنوري میاشت کې د هند دوه تکړه لوبغاړو په یوه هندي تلویزوني خپرونه (کافي ود کرن) کې د پوښتنو ځوابولو پرمهال د ښځو په اړه بې مسوولیته او جنسي توکمپاله الفاظ استعمال کړي و چې هاغه مهال په ټولنیزو رسنیو کې له سخت غبرګون سره مخ شوي وو.

د هند کرېکټ بورډ لخوا هغه مهال دواړه لوبغاړي له لوبډلې او د کرېکټ نړیوالې شورا له هر ډوله کرېکټي فعالیتونو لرې کړل شول او زیاته یې کړه چې له سختې سزا سره به مخ شي.

که څه هم دواړو لوبغاړو هغه مهال په خپلو خبرو پښیماني څرګنده کړې او بخښنه یې غوښتې وه خو د هند کرېکټ بورډ ویلي وو چې بخښنه د داسې خبرو مخه نشي نیولای.

اوس د هند کرېکټ بورډ (BCCI) پریکړه کړې چې دواړه لوبغاړي به هر یو دوه میلونه هندۍ روپۍ د جریمې په توګه ورکوي، ددوی په وینا دغه روپۍ به په هند کې د پوځیانو کونډو او ړندو ته ورکوي.

د کرېکټ بورډ لخوا په خپاره شوي راپور کې راغلي:

«زموږ په هېواد کې کرېکټ لوبې ته د مذهب حیثیت او درناوی ورکول کېږي، کرېکټ لوبغاړي د خلکو لپاره د الهام سرچینه ده، یوه لوبغاړی چې په نړیواله کچه لوبه کوي، باید هر وخت یې یاد وي چې د ټولنې په تړاو پر خپلو اوږو یو مسوولیت لري».

په دغه تلویزوني خپرونه کې هادیک پانډیا په زغرده ویلي وو چې د ښځو سره جنسي اړیکې نیسي، او د شپې په کلبونو او شراب څښاک ځایونو کې ښځو ته له کتلو خوند اخلي، نوموړي دا هم زیاته کړې وه چې د خپلو دغو اړیکو په اړه له مور او پلار سره ازادانه خبرې کوي، خو به دې تړاو بیا کی ایل راهول په خپلو خبرو کې له محافظه کارۍ کار اخیستی و.

هغه مهال د یادو لوبغاړو په اړه د هند لوبډلمشر ویرات کوهلي هم ددوی څرګندونې نامناسبې بللې وې او ویلي وو چې لوبغاړي دې خبر وي په داسې کړنو به له لوبډلې بهر کیږي او دی په داسې مهال کې د خپلو لوبغاړو هیڅ ملاتړ نه کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د