سریلنکا کې دوه نورې چادونې شوي؛ د مړو شمېر «۱۶۰» ته ورسید

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ غوایي، ۱۳۹۸ل): د سریلنکا پولیسو د دوه نورو پرلپسې چاودنو پخلی کړی، او ویلي یې دي چې لومړۍ چادونه پلازمینې کولمبو ته نږدې په دیهیوالا سیمه کې رامنځته شوې چې ورپسې څو دقیقې وروسته بله چادونه په کولمبو کې وشوه.

دا په یوه ورځ کې تر دې دمه په دغه هېواد کې ۸ چاودنې شوې چې د مړو شمېر یې تر ۱۶۰ رسیدلی او د ټپيانو شمېر یې تر ۳۰۰ لوړ دی.

له دې وړاندې نن د یکشنبې په سهار د سریلنکا هېواد په پلازمینه او ځینو نورو سیمو کې شپږ بېلا بېلې چاودنې وشوې چې په کې ۱۵۶ تنه وژل شوي او تر ۳۰۰ زیات ټپیان دي، د مړو ټول شمېر ۱۶۰ ته رسیدلی چې په وژل شویو کې بهرني خلک هم دي.

دغه چادونې پر درې بېلا بېلو کلیساو او درې بېلا بېلو هوټلونو ترسره شوي چیرې چې د «ایستر» په نوم د ځانګړو مذهبي مراسمو لپاره عیسویان راټول شوي وو او دا مذهبي ورځ یې لمانځله.

د اتمې چاودنې نه وروسته د سریلنکا حکومت په دغه هېواد کې ګرځبندیز او بیړنی حالت اعلان کړ، ډیرې ټولنیزې ویبپاڼې یې بندې کړي او همدا ډول د پیغام استولو لړۍ یې هم د محدودې مودې لپاره بنده کړې ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د